د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو افغان پولیس د ناټو یو سرتېری وژلی




په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د دې هیواد په ختیځ کې د افغان پولیسو یوه غړي د دوی یو عسکر وژلی دی. خو هغوی دا نه دي ویلي چې وژل شوی عسکر د کوم هیواد دی.

د پکتيکا والي وياند مخلص افغان وايي، دا پېښه د دوشنبې په ماځيګر ناوخته د پکتيکا ولايت سروزې ولسوالۍ د سروزې کلي کې رامنځ ته شوې چې دده په خبره د يو تن سيمه ايز پولیس لخوا د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو يو سرتيری په ډزو ووژل شو. دی وايي د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په ځوابي ډزو کې بيا د سیمه ايزو پولیس دوه تنه سرتيري ټپیان شوي؛ د دوى په وينا، چې ټپیان شوي سرتيري دا مهال تر درملنې لاندې دي او د پېښې د ژر تر ژره څيړلو په موخه د پکتيکا والي محب الله صمیم لخوا يوپلاوي ته دنده سپارل شوې.

دا په یوه ورځ کې داسې دویمه پېښه ده. تر دې وړاندې په جنوبي ولایت هلمند کې هم د افغان ځواکونو یوه غړي دوه برتانوي عسکر په ډزو ووژل.

دا په سم دستي توګه نه ده په ډاګه چې د دې وژنو لامل څه دی خو داسې ښکاري چې دا د افغان ځواکونو له خوا پر خپلو نړیوالو ملګرو د بریدونو د لړۍ تازه پېښه ده.

داسې پېښې په تېر یوه کال او په خاسه توګه د فرورۍ په میاشت کې د قران تر سوځېدو او د روانې میاشتې په لومړیو کې د یوه تورن امریکايي عسکر له خوا د اولس افغان وګړو تر وژل کېدو وروسته عامې شوې دي.

بلخوا د افغانستان په خوست ولایت کې امنيتي ځواکونه وايي، چې تيره شپه ايساف ځواکونو د دې ولایت په جنوبي سیمه انځرکي کې څلور تنه ماين ښخوونکي په هوايي برید کې ويشتلي او وژلي دي.

د خوست د پوليسو د امنيت آمر سمونوال محمد يعقوب د پيښې د تاييد تر څنګ مشال راډيو ته وويل، چې د مړو جسدونه د خوست ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

د هغه په خبره د مړو تر اوسه پيژندګلوي نده شوې. په خپله ايساف او وسله والو طالبانو هم په دې اړه تر اوسه څه ندي ويلي.
XS
SM
MD
LG