د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوبامااوګيلاني په سيول کې،داړیکو په ښه کېدو وغږېدل


د امریکا ولسمشر براک اوباما او د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني
د امریکا ولسمشر براک اوباما او د پاکستان وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني

هارون باچا / واشنګټن ډي سي

د امريکا ولسمشر بارک اوباما، د پاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني سره د سيول ګډې خبري غونډې ته په وينا کې که څه هم ومنله چې د امريکا او پاکستان اړيکې په دا وروستيو کې د کړکيچ ښکار پاتې شوي، خو په عين وخت کې يې د دواړو هيوادونو د اړيکو بيرته د پر ځای کولو په ارزښت هم ټينګار وکړ. نوموړي زیاته کړه:


(زما په اند، دا زموږ له پاره مهمه ده چې خپل منخي اړیکې سمې کړو. زه فکر کوم دا مهم دي چې دخبرو د یو اخلاص مند پړاوپه واسطه ، په مثبته او رڼه توګه په خپل منځي مسئلو خبرې وکړو، او زه هيله مند يم چې په پاکستان کې دپيل شويو له امريکا سره اړيکو ته د بيا کتنې د پايلو او هم د هغو هڅو په نتيجه کې چې يې له خپل لوري کوو، به وکولی شو داسې يوه متوازنه لار خپله کړو چې د پاکستان د خپلواکۍ احترام هم وشي او زموږ هغو انديښنو ته هم درانه وکتی شي چې د خپلې قامي سلامتيا او له هغو تروريستانو سره د جګړې په اړه يې لرو چا چې په تيرو وختو کې پر موږ حملې کړې دي.)

نوموړي دا څرګندونې د جنوبي کوريا په پلازمينه سيول کې د اټومي امنييت پر موضوع جوړې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په څنډه کې د پاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني سره تر شخصي ليدنې مخکې وکړې.

خبري غونډې ته په وينا کې یوسف رضا ګيلاني بارک اوباما ته ډاډ ورکړ چې پاکستان به د سيمې او نړۍ د امن له پاره له امريکا سره په ګډه کار وکړي. هغه زیاته کړه :

(موږ د افراطييت او ترهګرۍ پر ضد جګړې ته ژمن يو. دا د پاکستان په ګټه ده چې د يو باثباته، سوله ايزه، سوکاله او خپلواکه افغانستان له پاره کار وکړي. که دغلته پايښت راځي نو پاکستان هم ورسره باثباته کيږي-)

سپينې ماڼۍ په عين وخت کې د يوې خبر پاڼې په ترڅ کې د قومي امنييت له پاره د اوباما د ادارې د مرستيال مشر بين رهوډز هغه څرګندونې خپرې کړي چې په سيول کې د يادو دواړو مشرانو تر ليدنې وروسته يې له دغه ځايه د ټيليفون له لارې د واشنګټن د خبريالانو پوښتنو په ځواب کې کړې دي.

نوموړي وويل ولسمشر اوباما د وزيراعظم ګیلاني د هغه بيان ستاينه وکړه چې په دا وروستيو کې يې واړه طالبان د افغانستان د روغې جوړې له بهير سره ملګري کيدو ته راوبلل.د ښاغلي رهوډز په خبره ولسمشر اوباما وزيراعظم ګيلاني ته په ډاګه کړه چې د افغانستان د مسئلې په يوه سياسي حل کې د پاکستان کردار مهم دی، او دا چې حکومت يې بايد په دغه لړ کې د افغانانو په مشرۍ د جوړ جاړي د يوې پروسې ملاتړ وکړي.

نوموړي زياته کړه دواړو مشرانو د امنيتي موضوعاتو، په تيره د القاعده پر ضد د جګړې د شريکو ګټو سربيره، د سوداګرۍ او پانګې اچونې په برخو کې هم د امريکا او پاکستان تر منځ د پراخې کچې د اړيکو پر امکاناتو خبرې وکړې.

ايسوشييټيډ پريس اژانس بيا په خپل راپور کې د سپينې ماڼۍ د امنيتي سلاکار بين رهوډز په اړه وايي چې نوموړی د امريکا او پاکستان د خرابو اړيکو د بيرته رغېدو ته خوشبينه دی چې وايي امريکا به په راتلونکې مئي مياشت کې په شيکاګو کې د افغانستان په اړه کېدونکې د ناټو په سرمشريزه کې د پاکستان د ممکنه ګډون هرکلی وکړي.

ولسمشر اوباما او وزيراعظم ګيلاني د سيول په ليدنه کې د ګډې همکارۍ ژمنې په داسې مهال کړي چې دم ګړۍ ته د پاکستان په پارلمان کې د قامي سلامتيا د کميټې پر هغو سپارښتنو بحث روان دی چې پکې له امريکا په مومندو د تير کال د نومبر د مياشتې د هوايي بريدونو له پاره، چې ۲۴ پاکستاني عسکر يې قربانيان شول، د رسمي بخښنې غوښتنه شوې او هم ورته د پاکستان په قبايیلي سيمو د ډرون بريدونو د ودرولو له پاره ویل شوي دي.
XS
SM
MD
LG