د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ناټو رسد بحالو پر وړاندې د طالبانو ګواښ


طالبانو د پاکستان پارليماني غړو او د هغوی کورنيو ته ګواښ کړی که یې د خپل هیواد له لارې په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو ته د رسد بیا بحالولو ملاتړ وکړ نو بریدونه به ورباندې کوي.

د پاکستانیو طالبانو وياند احسان الله احسان د اتورا په ورځ ویلي چې د دوی ډله به پر پارليماني ودانۍ بریدونه وکړي.

هغه دا هم ویلي چې ناټو ته د مال وړونکو ګاډو ډرایوران به د خلکو مخکې حلالوي.

د طالبانو ددي ګواښ به اړه د عوا مي نيشنل ګوند سېنېټر حاجي عديل مشال راډیو ته وویل،” د پاکستان پارلمان چې کومه فیصله کوي حکومت د هغې پابند دی، موږ خو د پاکستان د حکومت حکم منو، د بل چا تر حکم او حکومت لاندې نه یو، طالبانو خو مخکې هم عوامي نېشنل پارټۍ ته دغه ډول ګواښونه کړي دي او موږ به هغه څه کوو چې زموږ په مفاد کې وي."

د پارليمان د دواړو ایوانونو غونډه به نن ماځيګر څلور بجې کيږي چې پکې به له امریکا سره د اړيکو او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو لپاره د رسد لارې بيا پرانستو په اړه د هغه پارليماني کميتۍ په سپارښتونو بحث کېږي چې پروسږ کال په نومبره مياشت د مومندو په سللا کې د پاکستان پر یوې پوستې د ناټو په بمبارۍ کې د ۲۴ پاکستاني عسکر و د وژل کېدو وروسته جوړه شوېده. د سللا د پېښې په غبرګون کې د پاکستان حکومت په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونو ته د رسد رسولو لاره وتړله.
XS
SM
MD
LG