د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغان ځواکونه پیاوړي شوي سږ کال به امن ښه وي"


نقیب الله متونوال - مشال راډیو

خوست:- په افغانستان کې د نوي کال په پيل او د هوا په ګرميدو نا امنۍ هم زياتيږي. د دې هيواد سهيل ختيځ ولايتونه هم تر ډېره د نا امنيو پيښو او له بريدونو سره مخ وي؛ خو سږ کال د پکتيا ځايي امنيتي چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي، چې په دې سيمه کې به امنيت د نورو کلونو پرتله ښه وي.


د پکتيا ځايي امنيتي چارواکي وايي، چې سږنی لمريز کال کې به د تېرو پرتله کم تاوتريخوالی وي.

د دوی په وينا، چې له يوې خوا له وسله والو مخالفينو سره د سولې او روغې جوړې په اړه خبرې کېږي او له بلې خوا افغان امنيتي ځواکونه هم د تېر پرتله ډير پياوړي شوي دي.

په سهيل ختيځ کې د پنځه سوه پنځم سپين غر زون قومندان جنرال ګل نبي احمدزي، چې د لمريز کال د پيل په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې يې وينا کوله ولسي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې دا کال به د تېرو نورو پرتله يو څه د امن کال وي.

جنرال احمدزي زياته کړه، چې د افغان امنيتي ځواکونو اړيکې له ولسونو سره نږدې او پراخې شوي او دا اړيکې به لا پسې ټينګې کړې او د امنيت د ښه ټينګښت لپاره به تر ډيره بريده لاره اواره کړي.

دی وايي: ((موږ دې ته هم خوشبين يو چې له وسله والو مخالفينو سره خبرې اترې روانې دي او دې ته هم خوشبين يو، چې زموږ امنيتي ځواکونه د تېر په پرتله پوره پياوړي شوي دي))

د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخيل هم خلکو ته ډاډ ورکړ، چې افغان امنيتي ځواکونه اوس تر ډيره بريده په خپلو پښو درېدلي او پر وينا يې د خپلو مټو په زور به وتوانېږي، چې په سيمه کې امنيتي چارې کنترول کړي.

جنرال اورياخيل ژمنه وکړه، چې د امنيتي پېښو د کنترول په چاره کې به د نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه هڅه کوي.
د سهيل ختيځ زون امنيتي چارواکي په داسې حال کې خلکو ته په سږني کال کې د ټينګ امنيت ډاډ ورکوي، چې هوا په مخ په توديدو ده او تېرو کلونو ته په کتو هر کال وسله وال مخالفين هم د موسم په ګرميدو خپل بريدونه پيلوي.
XS
SM
MD
LG