د کرکټ د شل اوریز نړیوال کپ لپاره د غوراوي پړاو اتلولي ایرلینډ وګټله.
په دې لوبو کې شپاړس هیوادونو برخه اخیستې وه چې پای لوبه یې د ایرلېنډ او افغانستان ترمنځ و شوه.
په دې لوبو کې شپاړس هیوادونو برخه اخیستې وه چې پای لوبه یې د ایرلېنډ او افغانستان ترمنځ و شوه.
افغان لوبډلې په شل اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو یو سل او دوه پنځوس منډې وکړې چې په کې محمد شهزاد اووه اویا منډې جوړې کړې.
ایرلنډ د ۱۵۲ منډو هدف د اتلسم اور په پای کې د پنځو لوبغاړو د سوځیدو په بدل کې پوره کړ.
د دوی لخوا پال سټرلینګ نهه اویا منډې جوړې کړې چې د خپل هیواد په بریا کې یې مهم رول ولوبولو.
افغانستان وار له مخه په سري لنکا کې تر سره کېدونکي د شلو اورنو نړیوال کپ ته لاره میندلې ده .