د لاسرسي ځای

تازه خبر

بجلي، ګیس نشته، د ژوب ځوانان تر کوټې لاریون کوي


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د بلوچستان په ژوب کې نن (د مارچ ۲۴مه) کاربندیز دی. او هم د دې سیمې تر سلو زیاتو ځوانانو له ژوبه تر کوټې په لاریون پېل کړی دی.

دا کسان د ځوانانو د اتحاديې له خوا دا مارچ د ژوب سیمې لپاره د ګیس او بجلۍ غوښتنه کوي.

د ژوب د ځوانانو ایکشن کمېټۍ له لورې درې میاشتي وړاندي اعلان شوی لانګ مارچ هم نن یانې د شنبې پر ورځ پېل شو.

د یادي کمېټۍ له خوا په همدې ترڅ کې په ژوب ښار کې کاربندیز اعلان شوی، چې ورسره ټول ښار بند دی.

د ایکشن کمېټۍ تر سیوري لاندي لومړی په ژوب ښار کې پر بېلا بېلو سړکونو احتجاج وشو.

تر دې وروسته، د يادې سیمې تر يو ۱۳۰ زیاتو ځوانانو له ژوبه تر کوټې پلی مارچ پېل کړ.

د ځوانانو د یادي کمېټۍ صدر عبدالله جان کاکړ د دوی د لاریون په اړه وویل:

((زموږ دا لانګ مارچ ددې لپاره دی چې زموږ سیمې ته لاهم تر اوسه پوري ګیس نه دی ورکړل شوی. او داسي زموږ بجلۍ له ډېري لرې سیمې څخه موږ ته راغلې ده. هر ځاي چې د بجلۍ لږ هم ستونزه وي زور يې [له موږه ووځي].))

د عبدالله جان په خبره، په دې مارچ کې به دوی هره ورځ له ۲۵ تر ۳۰ کیلومیترو سفر کوي.

دی زیاتوي، له دوی سره د همدې لاریون لپاره تر ۱۳۳ پوري ځوانانو نومونه لیکلي.

خو د ده په خبره، کېدای شي چې تر دې هم د دې ځوانانو شمېر زیات شي.

د یادي کمېټۍ يوه بل غړي شیخ اشرف مندوخېل مشال راډيو ته وویل د دوی سیاسي نمايندګانو ورسره په بیا بیا ژمنې کړې دي.

خو د ده په خبره دا ژمنې تر اوسه عملي شوې نه دي.

(([له] موږ سره زموږ نمايندګانو په وار وار وعدې کړېدي. چې هم به ستاسو سیمې ته ګیس درکوو او هم به د ډېره اسماعیل خان له لارې د بجلۍ نوی ټرانسمېشن لاین درکوو. خو په دې وعدو تر اوسه پورې هیڅ عمل نه دی شوی. ځکه نو زموږ ځوانان دې ته اړ شول چې دا تر ۳۰۰ زیات کیلومیتره سفر په پښو وکړي او دا نړی ته څرګند کړي چې موږ ته بنیادي حقونه راکړل شوي نه دي.))


له دې سره چې د ژوب ځوانانو له ژوبه تر کوټې همدا لاریون پېل کړ. نو هلته د همدې سیمې په صوبايي اسمبلۍ کې غړي او صوبايي وزیر عبدالخالق بشردوست هم دې ځوانانو ته باور ورکړی چې د دوی غوښتنه پر ځای او په اسمبلۍ کې به يې غږ پورته کوي.
XS
SM
MD
LG