د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو ته د لار پرانیستو په اړه پاکستان سره خبرې


هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټڼ - د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمين د جمعې په ورځ په برسلز کې وويل، په پاکستان کې له امريکا سره د اړيکو د څرنګوالي په اړه د پیل شوي بحث تر بشپړېدو وروسته به له دې هيواد سره د ناټو د اکمالاتي لارو د بيرته پرانيستلو په موخه خبرې وکړي.

ايسوشييټيډ پريس اژانس د نوموړي له خولې ليکي چې وايي د پاکستان د پارلمان د کميشن دې کار ته چې له امريکا يې د مومندو د وروستۍ پيښې له پاره د رسمي بخښنې غوښتنه کړې، په درنه سترګه ګوري.

راپورونه وايي د امريکا او پاکستان اړيکې تير کال د نومبر په مياشت کې هغه مهال د سخت کړکيچ ښکار شوې کله چې امريکايی ځواکونو د مومندو په قبايیلي سيمه بمباري وکړه او ۲۴ پاکستاني عسکر يې ووژل- دغه راز ويیل شوي چې دې پيښې د افغانستان د جګړې پای ته د رسولو د امريکا هڅې، چې د پاکستان له خوا همکاري يې اساسي ټکی ګڼل کيږي، اغيزمنې کړې.

امريکا د پاکستاني عسکرو په وژل کيدو افسوس ښکاره او د پاکستان له حکومت او خلکو سره خپلې خواخوږۍ شريکې کړې، خو د رسمي بخښنې د پاکستان حکومت په غوښتنو يې ځان غلی کړ- د پاکستان حکومت په ځواب کې له خپلې خاورې تيريدونکيو د ناټو د اکمالاتي لارو د تړلو تر څنګ د پارلمان يوې کميټې ته له امريکا سره د پاکستان اړيکو ته له نوي سره د کتنې دنده وسپارله.

د راپورونو پر اساس، کميټې روانه اونۍ د پاکستان حکومت ته يو لړ سپارښتنې مخې ته کښېښودې چې پکې د مومندو د پيښې له پاره له پاکستانه د امريکا د غير مشروط بخښنې او د دې هيواد په قباييلي سيمو د ډرون بريدونو د ودرولو په څير غوښتنې شاملې دي- د پارلمان کميټې همداراز ويیلي چې که چيرې پاکستان په افغانستان کې ميشت د ايیتلافي ځواکونو پر وړاندې خپلې تړلې لارې بيرته پرانيزي نو بايد چې په ناټو د وړل کيدونکيو سامانونو له پاره درنې مالييې ولګوي.

ايسوشييټيډ پریس اژانس په عين وخت کې ليکي امريکایي چارواکو نږدې وه چې دغه تيره مياشت يې له پاکستانه په رسمي توګه بخښنه غوښتی وای خو په افغانستان کې د قرآن کريم د سوځولو د پيښې د رامنځ ته کيدو له کبله يې دغه کار وځنډوو.

اژانس دغه راز وايي د افغانستان په يوولس کلنې جګړې کې ناټو زياتره وخت په دغه هيواد کې د خپلو ځواکونو لاجيستيکي اړتياوي د پاکستان له لارو پوره کړي دي، خو زياتوي چې د تيرو دوو کلونو په موده کې ياد سازمان له روسيې او منځنۍ آسيا له هيوادونو څخه تيريدونکيو لارو کارولو ته، چې په ډيره ګرانه بيه ورته تماميږي، مخه کړې ده.

راپورونه د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا د ځانګړي استازي مارک ګروسمين په اړه وايي چې نوموړی دا مهال د اروپايي هيوادونو په دوره دی څو له ۲۰۱۴ م کاله وروسته، چې زياتره امريکايی او ناټو ځواکونه به له افغانستانه وتلي وي، خپل غربي ملاتړي د افغان ځواکونو مالي مرستو کولو ته وهڅوي.

هم د لويديځ هيوادونو د احصاييو له مخې، افغان حکومت به د ۳۵۰۰۰۰ سرتېرو په اندازه د پوځ او پوليسو د ساتلو له پاره د کال ۴٫۱ اربه ډالره ته اړتيا ولري.
XS
SM
MD
LG