د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: پر لښکرې اسلام ځانمرګی برید ۶ وژل شوي


د خيبر ايجنسۍ په یوه لرې پرته سیمه تيرا کې د لښکرې اسلام په مرکز ځانمرګي بريد کې ۵ کسان وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د مشال خبريال وايي، د تيرا په اکا خيل سيمه کې د لښکرې اسلام ډلې په خپل يو مرکز د شوي ځان مرګي بريد تصديق کړی دی. دپاکستان سرکاری چارواکي هم د پېښې پخلی کوي.

ددغه برید پړه تحریک طالبان طارق آپریدی ډلې په خپله غاړه واخیسته.

دوه اونۍي وړاندې هم په لښکرې اسلام ډلې بريد شوي وو چې پکې شپږ کسان وژل شوي وو.

لښکرې اسلام د منګل باغ په کمانده کې په خیبر کې فعالیت لري چې د پاکستان امنیتي ځواکونو یې پر ضد عملیات پیل کړي دي. هلته له روانو عملیاتو ګڼو خلکو خوندي سیمو ته کډې وړې دي. او په سیمه کې ژوند په ټپه ولاړ دی.
XS
SM
MD
LG