د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د پام وړ شمير عسکر ساتو: الېن


د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الېن
د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الېن
هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الېن ویلي سربيره پر هغو سياسي غږونو چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ژر ايستلو په باب پورته کيږي، زه به غواړم چې د ۲۰۱۳ م کال له پاره په دغه هيواد کې ۶۸۰۰۰ امريکايي سرتيري وساتم-


نوموړي د زيارت په ورځ د امريکا د سينيټ د پوځي خدمتونو کميټۍ د اورېدو (استماعييه) غونډې ته دا خبره په داسې حال کې کړې چې ټاکل شوې د راتلونکې سيپټمبر مياشت پورې به په افغانستان کې د موجودو امريکايي ځواکونو شمير له شاوخوا ۹۰۰۰۰ نه ۶۸۰۰۰ ته راکښته شي-

د سينيټ د غړو د دې پوښتنو په ځواب کې چې له دغې مودې آخوا به د ځواکونو شمير په کومه اندازه کم کړل شي، جنرال الېن وويل زه به غوره ګڼم چې هم دغه شمير ځواکونه پر ځای پاته شي-

(زما نظر دا دی چې موږ به په ۲۰۱۳ م کال کې يو د پام وړ جنګي قوت ته اړتيا ولرو- ۶۸۰۰۰ يوه ښه نومره ده چې موږ ورسره د جګړې ډګر ته داخل شو، خو دا ده چې زه بايد په دې اړه ولسمشر ته خپله تجزيه وړاندې کړم-)

د فرانسې خبري اژانس ليکي د نوموړي له څرګندونو داسې انګيرل کيږي چې د امريکا پوځي مشرتابه، په داسې حال کې چې په سپينه ماڼۍ او هم په کانګرس کې له افغانستانه د امريکايی ځواکونو د ايستلو د بهير د چټکتيا په اړه بحثونه دوام لري، په دغه لړ کې د مخکې نه د ټاکل شوي پلان په عملي کولو کې زړه نا زړه ده-

اژانس په دا وروستيو کې په افغانستان کې د قرآن کريم د سوځولو او ورپسې بيا د يوه امريکايي عسکر له لوري د ملکي وګړو د وژل کيدو په څير پيښو ته په اشارې زياتوي چې په واشنګټن کې له دغه هيواده د امريکايي ځواکونو په بيړه د ايستلو غوښتنو زور اخيستی دی- دغه راز په ځانګړې توګه د ولسمشر اوباما د ګوند ملګري او سياسي ملاتړي يادوي چې وايي په افغانستان کې د روانې جګړې پايلو ناهيلي کړي دي-

بايد وويل شي افغان ولسمشر حامد کرزي دغه تيره اونۍ له امريکا وغوښتل چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو بهير دې ګړندی کړي-

بلخوا بيا د امريکا په سينيټ کې د حکومت مخالفه ريپبليکن ګوند غړي جان ميکين، چې د افغانستان د جګړې د دوام د يو کلک حامي سياستوال په توګه ياديږي، د ياد ايوان غونډې ته وويل چې له افغانستانه د ځواکونو د ايستلو په پلان بحثونه کيدل به په دې هيواد کې زموږ مامورييت بې ارزښته کړي او هم به يې په ترڅ کې زموږ ملاتړو هيوادونو، طالب ياغيانو او پاکستان ته غلطې اشارې ورکړل شي-

نوموړی جنرال الېن ته مخاطب شو او زياته يې کړه،
(د بري او کاميابۍ نورې کومې ژمنې دا مهال زموږ نه تر غوږو کيږي، او دا خبرې پکار نه ده چې جنراله ستا او يا د بل کوم تن له پاره حيرانونکې وۍ- لکه د ولسمشر کرزي ځينو خبرو ته که وګورې چې کوي يی، طلبانو ته که پام وکړې چې له افغانستانه زموږ وتلو ته يې سا راکښلې او بيا پاکستانيانو ته که وګورې چې په يوه وخت د حقاني شبکې ملاتړ هم کوي او له موږ سره هم د همکارۍ لافې ولي- دا هر څه دوئ ځکه کوي چې بس همدغه خبرې اوري چې ځواکونه به کله وځي او څومره ژر به وځي-)

ناټو په ورته وخت کې وايي چې د ټول افغانستان د امنييت ‌‌‌‌ذمه وارۍ به د ۲۰۱۴ م کال تر پايه د دې هيواد پوځ او پوليسو ته وسپارل شي- د امريکا په اړه هم راپورونه وايی چې هيله منده ده له افغانستان سره د ستراتيژيک سند دلاس ليک کيدو په صورت کې به وکولی شي له يادې نيټې وروسته هم په دغه هيواد کې خپل يو وړوکی ځواک وساتي-

په داسې حال کې چې کتونکي د افغانستان د امنييت ساتنې په برخه کې د دې هيواد د خپلو ځواکونو د شمير او هم يې د وړتياوو د لوړولو په خبره زور راوړي، جنرال الېن د سينيټ د غونډې پر وړاندې ومنله چې امريکايی چارواکو د افغان امنييتي ځواکونو د پراختيا په پلانونو بيرته غور کول پيل کړي او د ده په خبره کيدی شي چې د دوئ شمير ۳۵۲۰۰۰ سرتيرو ته د رسولو خپل هدف ايسته واچوي-
XS
SM
MD
LG