سید شاه سقیم - مشال راډيو
کندهار : د افغانستان په کندهار چارواکي وايي د ښار په لسمه امنيتې حوزه کې په يو موټر کې د ځاى پر ځاى شويو چاودېدونکو توکيو د چاودېدو له امله شوې ده چې پکې د پوليسو په ګډون شپږ تنه عام وګړي ژوبل شوي دي.

د چارواکيو په خبره تر موټر بم چاودنې وړاندې يې هم په سيمه کې ځاى پر ځاى شوي چاودېدونکي توکي موندلي او پوچ کړي وو.
د کندهار د ميرويس روغتون ډاکټران وايي چې د پېښې له ځاى څخه ورته اته تنه وروړل شوي دي چې څلور پکې ماشومان دي.
د ډاکټرنو په وينا په پېښه کې دوه تنه ماشومان وژل شوي ، دوه ژوبل شوي او د دوو ښځو په ګډون دوه پوليس هم ژوبل دي.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسول جاويد فيصل بيا وايي:
(( لومړى يوه کنټرول چاودنه شوې وه، وروسته د لسمې حوزې سره نږدې يوه بله موټر بم چاودنه شوې ده چې پکې دوه پوليس ، دوه ماشومان او دوې ښځې ژوبلې شوې دي))
که څۀ هم دولتي چارواکي چاودنه د خپلو وسله والو مخالفينو کار بولي خو تر اوسه پورې لا هغوى په دې اړه څۀ نه دي ويلي.