د لاسرسي ځای

تازه خبر

حقاني شبکه یوه خطرناکه ډله


د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني
د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني

پامیر ساحل

د جګړې مطالعاتو انسټي ټیوټ په نوم یوې امریکايي ادارې په خپل تازه رپورټ کې حقاني وسله واله شبکه د ستراتیژیکي خطر په نوم نومولې ده. دا رپورټ لیکي، د حقاني شبکه اوس هم د افغانستان تر ټولو زیاته وړتیا لرونکې، او پیاوړې یاغي ډله ده. په دې رپورټ کې راغلي، حقاني شبکه اوس هم پیاوړې ده او له القاعده سره اړیکي لري. نو له دې ډلې سره باید څه وشي؟

د جګړې مطالعاتو انسټي ټیوټ لیکي، حقاني وسله واله ډله له القاعده او د دې له ملګرو سره نېږدې اوپرېشنل او ستراتیژیک اړیکي لري. د رپورټ تر مخې، امکان دی دا اړیکي نور هم ټینګ شي.

په دې رپورټ کې راغلي، حقاني شبکه اوس هم د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ذکر وړ پټنځایونه او ملاتړ لري. له شمالي وزیرستانه تر کورمې پورې حقاني ډله خلک او مادي شیان طرح کوي چې د افغانستان په جنوب ختیځ ولایتونو کې خپل ترهګر کیمپېن ته وسایل برابر کړي. دا ولایتونه د خوست، پکتیا او پکتیکا دي چې بیا مخکې تر هغو ولایتونو غځېدلي چې د کابل ګرد پراته دي.

رپورټ وايي، د حقاني وسله واله شبکه د پاکستان د امنیتي ایسټیبلېشمنټ د عناصرو په ملاتړ لومړنۍ پراکسي قوت دی. د یو بل کس یا هیواد یا ادارې لپاره چې یوه ډله کارېږي او د هغوی پټه نمایندګي یا وکالت کوي او له زوره کار اخلي، هغې ته پراکسي قوت ویل کېږي.

رپورټ وايي، د حقاني ډلې لپاره د پاکستان ملاتړ د اضافي پټنځایونو، او د ستراتیژیک او عملیاتي هدایاتو په شکل کې زیات شوی دی.

د جګړې د مطالعاتو انسټي ټیوټ لیکي، حقاني ډله، د پاکستان و افغانستان له پولې سره، او له کرښې هغه خوا ته د افغانستان په جنوب او مشرق کې د غلبې په صورت کې د پاکستان مفادات ساتي. دا ډله د پاکستان تر اثر لاندې د یوه دېوال په څېر ده. او دا دېوال په پاکستان کې د قامي، شمالي، امریکايي او هندي نفوذ یا اثر پر ضد جوړ دی.

په رپورټ کې راغلي، حقاني وسله واله شبکه په یوه بل صورت کې هم د پاکستان د ګټو ساتنه کوي. یو خو دا ډله په افغانستان کې د غلزي قبیلې پر پښتني سیمو او په شمالي وزیرستان کې پر قبایلو اثر لري. نو حقاني وسله واله ډله دا قبیلي د پاکستان له ګټو سره سم، منظموي.

رپورټ وايي، یاغیتوب ضد کیمپېن د کوټې شورا په څېر، د حقاني ډلې وسله وال صلاحیتونه په لوی کچ نه دي کمزوري کړي. حقاني ډلې د تېرو کالونو پر مهال، خپل عملیاتي او جهادي باورلیک پراخ کړی دی. دا ډله د کوټې شورا تاریخي قوي مرکزونو ته هم غځېدلې ده. دا قوي مرکزونه د افغانستان په جنوب، د کابل شا و خوا او د هیواد په شمال کې دي.

رپورټ وايي، حقاني شبکه په نظریاتي توګه د ژمنو یاغیانو ډله ده او خپل ځان په سیمې کې پراخوي. دا ډله له القاعدې او د دې له ملګرو لکه د ازبکستان له وسله وال غورځنګ سره اړیکي لري او داسې هیڅ اشاره یې نه ده ورکړې چې له القاعدې سره اړیکي وشلوي. نو ځکه له دې ډلې سره روغه نشي کېدای. دا ډله د کوټې شورا پر لارښوونو هم پوره نه ده ولاړه او پخپله د طاقت یو بېل مرکز او د مشرتابه جوړښت لري.

رپورټ لیکي، نو د دې ډلې د ماتولو لپاره باید افغان او نړیوال ایتلافي ځواکونه، د افغانستان دننه ښه عملیات وکړي. دا عملیات به ښايي دوه جنګي موسمونو ته اړتیا ولري. نو ځکه دا اړینه ده چې د روان کال د سپټمبر تر میاشتې وروسته، امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۶۸۰۰۰ ته پرېږدي او نور سرتېري دې نه باسي.

رپورټ زیاتوي، که چېرې امریکا دا کار ونکړي نو حقاني شبکه به په افغانستان کې غالبه ډله پاتې شي او امریکا به په دې کې پاتې راشي چې د القاعدې او د دې نورو ملګرو افغانستان ته د بیرته راتګ د مخنیوي مقصد پوره کړي.
XS
SM
MD
LG