د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس: تولوز کې لا هم مشکوک ترهګر نه دی نیول شوی


دا دی ۲۴ ګنټې تیرې شوې چې د فرانس پولیسو د مشکوک وژونکي تن د نیولو ناکامه هڅه کوي ، په دې تن شک کیږي چې د فرانس درې پوځيان یې د رخصتي پروخت وژلي، او دیهودانو په یو سکول کې یې د درو ماشومانو په ګډون څلورنورتنه هم وژلي دي.

دپولیس لخوا پرون سهار د دغه ۲۴ کلن الجیریايي نژاد فرانسوي تن محمد میراه د نیولو یوه ناکامه هڅه وشوه چې دهغې راهیسې پولیس دهغه ودانۍ محاصره کړې چې پکې دی شوی دی، هغه له تسلیمدلو انکاري دې او په زور د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

چارواکي وايي میراه اول ځان حواله کولو ته تیار شوې وو خو بیا یې اراده بدله کړه.

دفرانس په وخت بیګاه نیمه شپه ددغه ودانۍ نه بهر دهماکې وشوې چې وروسته د داخله چارو وزارت وویل ددغه تن د وېرولو لپاره یې کړې وې چې تسلیم شي.

ددغې نه دوه ګنټې وروسته هم یوه چاودنه وشوه وه خو پولیس وايي عملیات یې نه دي کړي.

میراه له فرانسوي مرکچیانو سره په خبرو کې دا منلي چې دغه وژنې یې کړي. او ویلي یې دي چې دا یې په افغانستان کې دفرانس د پوځونو د کړنو او فلسطین کې د ماشومانو د وژنې په بدل کې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG