د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړېوالۍ رسنۍ ( مارچ ۱۸ )


اسرار عالم مومند

دګلف نيوز ډاټ کام په نوم ويب پاڼې په يوه خپره کړې مقاله کې لیکلي چې د پاکستان زياتره سياسي مشرانو تېره اونۍ په دې موضوع پر بحث تېره کړه چې دپاکستان ولس مشر اصف علي زرداري د پارلیمان شریکې غونډې ته وینا کوي.


ویب پاڼه لیکي دځینو سياستوالو په اند دا يوه تاريخې لمحه وه چې د تېر خالي په ورځ د پاکستان ولس مشر ددې هیواد په تاریخ کې لومړنی کس ځان ثابت کړو چاچې دپاکستان مشترکه پارلیمان ته په خپل اقتدار کې په پنځم ځل وینا وکړه.

ورځ پاڼه لیکي په داسې یو هیواد کې چې د پوځي ډیکټاټورۍ اوږده سابقه لري، دا ډیره لویه خبره ده چې په جمهوري توګه ټاکل شوی ولس مشر په پنځم وار مشترکه پارلیمان ته وینا کوي.

مقاله ليکونکی وړاندې لیکي، دا مهال د پاکستان اقتصاد ډير زيات خراب شوی دی ، همداراز د اولسمشر اصف علي زرداري دغه وينا د هغه دا ناکامي پټه نه کړه چې هغه د ادارو پابند نه دی .

حکومت بار بار د سپريم کورت دا حکم رد کړی چی د زرداري پرضد د کيس آوريدنې لپاره د سويټزر لېنډ چارواکو ته خط وليکي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي په تېرو څو کلونو کې د پاکستان زياتره اولس اقتصادي بحران ډير زيات ځپلی ، حکومت په قرضو ملک چلوي ، د دې ترڅنګه په هېواد کې د بجلۍ او دګيسو هم بحران دی او دارنګ حکومت دې حد ته رسېدلی چې د هېواد ولس نور يواځې په تشو خبرو نه شي مطمن کولی.

خو د حکومت يواځينۍ کارنامه دا ده چې په امنيت ټينګ ساتلو کې يي تر څه حده پرمختګ کړی ځکه چې کله موجوده حکومت په واک کې راغلي و نو هغه وخت به ډيری زياتي بمي چاودنې او ځانمرګي بريدونه کېدل خو اوس تر ډېره حده پکې کمې راغلی دی.

بلخواه د انټر پريس سروسز ادارې لخوا په خپاره شوي يو رپورټ کې راغلي دي چې په خيبر پښتونخوا صوبه کې حالات بدل شوي دي او د ګل پاڼې په شان سندرغاړي خوشحاله دي چې موجوده صوبايي حکومت د ترهګرۍ پرضد ولاړ دې او دارنګ د نورو کولتوري پروګرامونو په ګډون د سندرو پروګرامونه هم ترتيبوي.

ګل پاڼه چې د پښتو ژبې يوه ځوانه سندر غاړې ده، وايي هغه نه يواځې له موسيقۍ څخه خوند اخلي بلکې د دې په وسيله د خپلې کورنۍ لپاره پېسې هم ګټي ، دغه خوږ ژبې او ښکلې سندر غاړې وايي څوک هم خلک د موسيقۍ له اوريدو څخه نه شي منع کولی.

په مقاله کې دا هم راغلي دي چې کله د دوه زره دوهم کال نه نیولې تر دوه زره اتم کال پورې په خيبرپښتونخوا کې د متحده مجلس عمل حکومت و نو په هغه وخت کې د کولتوري پروګرمونو تنظيمولو له سره سوچ هم نه شو کېدای،خو اوس حالات ډير ښه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG