د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولور پر کمېدو سر بېره د زرګرانو کاروبار ښه دی


نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - د افغانستان په خوست کې د زیات ولور ترڅنګ ناوې ته د ډېرو سرو زرو اخیستل هم رواج وو، خو په تېر یوه کال کې، چې د ولور د راکمولو کوم تړونونه شوي، ناوې ته د سرو زرو په اخیستلو کې هم کموالی راغلی دی.


پخوا به ناوې ته له اوو ترلسو او څوارلسو تولو پورې سره زر اخيستل کیدل، چې بیه یې نیږدې پنځه لکو پاکستانيو کلدارو ته رسیده، خو اوس دا اندازه پنځو تولو ته راښکته شوي ده.


ځوانان د دې تړونونو هرکلی کوي او زیاتوي چې داتړونونه د دوی لپاره ډېرګټور دي.ځکه پخوا به پر دوى د يو واده لپاره تر دوو ميليونو کلدارو پورې لګښت راتله خو اوس دا ستونزه راکمه شوه.

خو ایا ناوې ته د سرو زرو او نور شیانو اخیستو په کمیدو د سرو زرو پلورونکو دوکاندارانو يا زرګرانو په کاروبارهم کوم اغېزکړی؟


د خوست ښارد زرګرانو اتحادیې مشر سیدمحمد وایې، چې اغېز یې شته خو دومره نه، ځکه اوس د ودونو معاملې هم زیاتې شوي دي.


سیدمحمد زیاتوي، چې په کال کې هر زرګر نقریباً له ۸ تر لسو کیلوګرامو پورې سره زر خرڅوي، چې په دې کاروبار کې يې ښه ګټه روانه ده.


یو تن بل زرګر، محمد ولي هم وایې، چې کاروبار یې ښه دی اود خلکو راتګ د سرو زرو اخیستلو لپاره اوس هم د پخوا غوندې ښه روان دی.


د یادونې ده، چې په خوست ښارکې د زرګرۍ نیږدې پنځوس دوکانونه دي، او که هر یو دوکاندار په کال کې د لسو کیلو ګرامو په اندازه سره زر خرڅ کړي نو ویلای شو، چې هرکال په خوست کې ترنیم ټن پورې د سرو زرو معاملې ترسره کیږي.
XS
SM
MD
LG