د افغانستان په پكتيكا او خوست ولايتونو كې د بېلابېلو پېښو له امله ۱۲ كسانوته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا په خوشامند ولسوالۍ كې پر يوه كور د هاوان يا مارټرګولې لګيدلې، په دې پيښه کې درې ماشومان او يوه ميرمن وژل شوي او د ماشومانو په ګډون څلور نور يې ټپيان دي.
د پکتيکا يو ځايي چارواکي مدير ضياالحق د پيښې تاييد کړى او وايي، چې دا توغندى تيره شپه له جانيخېلو ولسوالۍ نه توغول شوى وو. خو نور جزييات يې ور نکړل.
بل خوا نن سهار نامعلومو وسلوالو د خوست په مندوزيو ولسوالۍكې د پوهنې رياست يو كاركوونكى په ډزو سره وواژه. او په خوست ښاركې بيا بمي چاودنې درې كسان ټپيان كړي دي.
تر اوسه د يادو پېـښو مسووليت چا پرغاړه نه دى اخيستى.