د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان بې ځایه ځان زورو بولي



امريکايې ورځپاڼي دې ډيلي بیسټ The Daily Beast
د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري دبهرنيو ځواکونو له کليو بانډو د ويستلو او د طالبانو لخوا له امريکا سره د خبرو اترو ځنډول څيړلي دي . دا شان شپيګل آن لائن بيا دا پوښتنه راپورته کړې چې آيا د امريکايې ولسمشر باراک اوباما لخوا د ډرون د مشروع ګرځوني کوښښونه خو د ايران لپاره نه دې.

دی ډيلی بيست څیړونکي سميع يوسفزی او رون موريو د طالبانو لخوا د خبرو اترو د ځنډولو او د افغان ولسمشر له لوري دا غوښتنه چې بهرني ځواکونو دې له کليو او بانډو راوايستل شي دا دواړه پرمختګونه څيړلي دي.

څيړونکي وايې کيدای شي له طالبانو سخت نفرت کوونکي حامد کرزي دا غوښتنه د طالبانو په ګټه تمامه شي. دوی زياتوي بايد حامد کرزی په دې پوه شي چې د خپل دې سوچ د بدلولو لپاره اوس هم زيات وخت لري.

څيړونکي وايې د طالبانو لخوا د خبرو اترو ځنډول ښايې يوازي يو ټکټيک وي. دوی زياتوي، لوی مشکل هم دادی چې طالبان ځان بې ځايه ډير زورو بولي.


ليکوالان وايې په افغانستان کي له تيرو دوو کلونو راهيسي د زياتو امريکايانو شتون طالب وسله وال له خپلو مهمو مرکزونو هلمند او قندهار څخه شړلي دي.


خو ددې هرڅه سربيره هم طالبان په مجموعي توګه په دې ټوله جګړي کي ځانونه برلاسي ګڼي.


د څيړونکو په وينا ددې ټولو ستونزو سربيره هم ځيني طالب مشران د کوټي شوری ته د خبرو اترو د جاري ساتلو مشوره ورکوي.


بلخوا شپيګل آن لائن بيا په خپله مقاله کي دا پوښتنه راپورته کړې چې آيا د ولسمشر باراک اوباما لخوا دډرون جنګي استعمال روا ګرځولو کوښښونه خو د ايران لپاره نه دي.


مقاله وايې په پاکستان کي د ډرون د استعمال په اړه په ښکاره خبري کول د اوباما انتظاميه د راز د څرګندول يو ډول عملي خلاف ورزي ده.


مقاله زياتوي چې آن داوباما انتظاميه غړو د ډرون د ټکي له کارولو هم ډډه کوله. خو د جنوري په مياشت کي باراک اوباما ددې لفظ په پرله پسې توګه له استعمالولو سره دا ټکۍ روا و ګرځولی.


ولسمشر ويلي وو د ډرون د استعمال مقصد د القاعده مشران له مينځه وړل دي .نوموړي زياته کړه د ډرون د قانوني حيثيت په اړه څوک پکار نه دي انديښمن شي ځکه چې دا په وړه پيمانه کيږي.


دې خبري ته په پام سره د ليکوالانو په وينا کارپوهان ويره لري چې د امريکا لوی څارنوال اېریک هولډر د ترهګری ضد جګړې په ملاتړ کي دليل ښايې په راتلونکي کي باراک اوباما د پوځي بريد کولو امر ته يو منطق په لاس ورکړي.


مقاله زياتوي چې که له قانوني پلوه ورته و کتل شي نو د ايران د ايټمي پروګرام پر ضد پوځي بريد د م. م د امنيت شوری په چوکاټ کي هم کيدی شي.

د نتيجې په توګه امريکا به د م. م د چارټر د يو پنڅوس مادې پر بنياد د خپلی دفاعي د وراثتي حق څخه مرسته ترلاسه کوي.

خو ددې لپاره اوس هم دا ضروري ده چې ګواکې ايران په ناحقه د امريکا يا اسرايل پر ضد وسلې جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG