د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې او چمن ترمنځ لویه لاره لا هم جوړه نه شوه





بلوچستان د نور پاکستان په پرتله د ترقۍ له پلوه ډېره شاته پاته صوبه بلل کېږي، چې یو بیلګه یې د مات ګوډ سړکونه په بڼه لیدل کېږي. د کوټې ، چمن لوی سړک چې په ۲۰۰۸ م کال یې د جوړېدو خبرې کېدې خو دا دی څلور کاله نور واوښتو او د سړک پوخوالی په مټې تر نیمايي هم نه دی رسېدلی.


د چمن سیمې يو اوسېدونکی عبدالصمد وايي لاره له چمنه تر مېزۍ اډې پورې لاره له سمه ده خو له دې هاخوا بیا بیخي خرابه ده او ددې له وجې ګاډو حادثې هم ډېرې کېږي. ګڼ کسان تراوسه وژل شوي دي. دده په خبره که لاره جوړه شي نو له حادثو او تکلیفونو به خلاص شي.

ځای پر ځای د خرابې لارې له وجې غلاګانې او شوکې هم ډېرې شوې دي دا خبره د کلا عبدالله یو ډراییور سیف الله کوي. دی زیاتوي
؛ که چېري سړک جوړ شي نو نه يواځې ددې سیمي د خلکو په کې فایده ده بلکې د ټولي دنیا فایده ده. ځکه چې همدا سړک افغانستان ته تللی . په زرګونه موټرې هره ورځ په دې سړک ځي راځي . او بل دا چې که چېري سړک پوخ شي. نو په دې لاره به بیا د شوکو پېښي هم تر ډېره ځايه ختمي شي. ځکه چې اوس خو موټري سوکه سوکه روانې وي. او شوکمارو ته دا موقع په لاس ورکوي چې موټري په اسانۍ سره ودروي. چې سړک سم جوړ شي بیا به دا شوکې هم نه وي؛

له دې سره چې یاد سړک له ځنګل پیرعلي زي څخه تر چمن ښار پورې لا هم ټوټې ټوټې دی. يو بل موټر چلوونکی محمد اکرم بیا وايي. لاره هم خرابه ده او شوکې هم کېږي ، خو له هغه باوجود ورسره د مساپرو اکثره په کرایه جنجال وي.

؛ په دا غلو او شوکو کې هم موږ سواریان وړو خو ددوي بیا هم راسره په کرایه جنجال کوي. نوي نوي موټران مو هره ورځ ددې ګود مات سړک له امله خراب وي؛

د پاکستان سینیټ کې د مواصلاتو د قایمه کمېټۍ غړی سنيټر همايون مندوخېل وايي، دوی په دې وروستيو کې ددې لاري کتنه کړې وه او د نیشنل های وې غړيو باور ورکړی چې یاد سړک به د روان کال تر جون میاشتي پوري مکمل شي.
XS
SM
MD
LG