د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر اجنسي: د توپو ړندو ګولو ګڼ کورونه وځپل


د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل كې د وسله والو طالبانو پر ضد له تېرو درې كلونو راهیسې پاکستانیو امنيتى ځواكونو عمليات پيل كړې دې او وخت په وخت اورپکي طالبان او امنیتي ځواکونه پر يو بل بريدونه كوي.

د خیبر عنایت خپله کیسه کوي چې څنګه یې پر کور ګوله ولوېده او د کورنۍ اوه ماشومانو ته یې مرګ ژوبله ورسېدله
د خیبر عنایت خپله کیسه کوي چې څنګه یې پر کور ګوله ولوېده او د کورنۍ اوه ماشومانو ته یې مرګ ژوبله ورسېدله
دواړه خواوې یو پر بل د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې تل د سیمې د اوسېدونکو کورونه په نښه کېږي، همداسې یوه ګوله په ۱۹ مه فرورۍ د حاجى عنايت په كور پريوتې وه چې په ترڅ كې یې د کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.

د مشال خبريال خالد خان ددې ماشومانو له پلار سره په پيښور كې خبرې كړې دي او دا راپور یي تيار كړی دی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:50 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG