دبرتانییا وزیر اعظم ډیویډ کیمرون پرون واشنګټن ته ورسیدو، نوموړی به د امریکا له ولس مشر بارک اوباما سره په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو افغان ځواکونو ته د لیږدولو په موضوع خبرې کوي.
دواړو مشرانو د نهې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په لیکلې یوه ګډه اعلامییه کې ویلي چې ددواړو ترمنځ د شورو د ورځې خبرې به په مئ میاشت کې په شیکاګو کې د ناټو دمشرانو سرمشریزې ته یو مهم پرمخ تګ وي.
هغوی وايي، په دې موضوع هم خبرې کوي چې په څه ډول د برتانوي او امریکايي ځواکونو مسوولیت افغان امنیتي ځواکونو ته ولیږدول شي. او دا باور هم ورکړل شي چې افغانستان به یو وار بیا د القاعده لپاره خوندي ځای ونه ګرځیږي.