د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سیمې ځوانان د لوبو سهولوتونه غواړي


انيلا خالد - مشال راډيو

اسلا م آباد:-د پښتنو قبایلي سيمه چې ډېری برخې یې غرنۍ دي، د ښه آب وهوا له کبله یې ځوانان د ميدانى علاقو په نسبت ښه صحت او بدني طاقت لري ـ او هم دا وجه ده چې کله هلته امنيت پر ځای وو نو باجوړ، مومندو، کرمې، خیبر، د وزیرستانونو واڼه ، ميرام شاه او رزمک د لوبې د ډګر پیاوړي او تکړه لوبغاړي لرل.


خو د تره ګرۍ د پيښو زیاتېدو سره که یوه خوا د سیمې امن تاله ترغه شو نو نو بلخوا یې لوبې او لوبغاړو هم ډېر سخت اغېزمن کړل چې له کبله یې د فاټا ځوانان ناهیله کړي دي.

خو اوس د خيبر پښتونخوا حکومت ولسى تنظيمونه او ادارې په دې خبره متفق شوي دي چې په قبایلي علاقو کې دي لوبو ته بیرته پاملرنه ورکړي.

د مهمند سیمې پر سټېډیم پاکستاني پوځيانو قبضه کړې او هغوی پکې اوسېږي. دی وايي که سټېډیم بیرته ځوانانو ته ورکړل شي، دا به د ځوان کول لپاره یې یو لویه ګټه وي چې هغوی پکې خپلې لوبې وکړي، او د ملک تکړه لوبغاړي ترې جوړ شي.

د مهمند و یو لوبغاړی ایوب خان .

د قبایلي سیمې ځوانان له دې ګامه ډېر زیات خوشاله دي او وايي چې د دوی په سیمو کې زښته تکړه لوبغاړي دي او که لږ څه پاملرنه ورته وشي نو نه یواځې به لوبې بیرته ژوندۍ شي بلکې په ځوانانو کې به یوه نوې ولوله راوټوکېږي.

د بنو يو لوبغاړی عامر اقبال مشال راډيو ته وايي چې د فاټا خلکو کې ډير زیات استعداد دی . هغه د ځینو وتلیو لوبغاړو لکه د تکړه ځغاستونکې اقبال شينواري او حبيب الله آپريدۍ چې د چې د خيبر ايجنسۍ اوسېدونکې دي نومونه واخیستل.

د مهمند ايجنسۍ سره تعلق لرونکې د هاکۍ لوبغاړي ايوب خان د خپلي علاقي د لوبو سرګرميانو په اړه مشال راډيو ته وویل چې مهمند ايجنسۍ کې هم لکه د نورو غوندې مسلې شته ـ چې په کې لویه هغه یې د لوبو میدان دی.

دده په خبره د سیمې پر سټېډیم پاکستاني پوځيانو قبضه کړې او هغوی پکې اوسېږي. دی وايي که سټېډیم بیرته ځوانانو ته ورکړل شي، دا به د ځوان کول لپاره یې یو لویه ګټه وي چې هغوی پکې خپلې لوبې وکړي، او د ملک تکړه لوبغاړي ترې جوړ شي.


د دره آدم خيل يوبل ځوان ساجد وویل چې هغه د فټ بال لوبغاړی دی او په نورو ايجنسو کې هم ګڼ ځوانان فټبال کوي خو له بده مرغه هیڅ سهولت نه لري. دده په خبره که هغوی ته د لوبو میدانونه جوړ کړل شي او سپانسرې ورته وموندل شي نو په دې سره به یې د پيسو د کمي ستونځه هم هواره شي.

کله چې مشال راډيو په قبایلي علاقو کې د لوبو د سهولياتو او د ضرورتونو په باب د فاټاد سپورټس ډایريکټر فيصل جميل نه وپوښتل نو هغه دا خبره ومنله چې د فاټا ځوانان د لوبو په حواله ګڼې ستونځې لري، هغوی د فنډ کمی لري، د ورزش او سپورټس د سامان ډير زيات ضرورت لری. خوزموږ وسایل محدود دي او د فاټا ټولو ځوانانو ته ددې سهولتونو رسولو توان نه لرو ـ دغسي د حکومت هم ځیني مجبورياني دى نو د دې له پاره موږ وايو چې نورې سرکاري او غیر سرکاري ادارې دي هم په دې لړ کې څه کردار ولوبوي ـ
XS
SM
MD
LG