د لاسرسي ځای

تازه خبر

شجاع پاشا حساس وخت کې د ISI مشري پریږدي


جنرال شجاع پاشا
جنرال شجاع پاشا

سرچینه : ډیلي ټایمز
ژباړه : فرخنده وزیر / مشال راډیو

پراګ :- ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي،چې دپاکستان د استخباراتي ادارې ISI د نوي مشر د ټاکلو سره هغه ټولې ګنګوسې دروغ وښتې چې ګینې حکومت د جنرل شجاع پاشا دکارموده غزول غواړي.


پاشا به د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه ریټایر کیږي، او د هغه نه پس به د کراچۍ( کراپس کمانډر ) جنرال ظهیر ا لاسلام د پاکستان د استخباراتي ادارې مشري په غاړه واخلي.

د جنرل ظهیر په اړه دا هم ویل کیږي، چې دی به ISI واپس خپل پخواني دریځ ته ودروي.

ورځپاڼه لیکي د شجاع پاشا په دور کې ISI د ډیرو نیوکو لاندې راغله. د هغه په وخت کې تر ټولو لویه پېښه دپاکستان په خاوره کې دننه د القاعده د مشر اسامه بن لادن وژنه وه، چې د پوځي مرکز سره نږدې د امریکا خاصو ځواکونو په یو اپریشن کې وواژه.

د بن لادن وژنې یو شمیر پوښتنې راوچتې کړې، له دغې پیښې وروسته د پاکستان حکومت یو کمیشن هم جوړ کړی و، چې پلټنې یې لا اوس هم روانې دي.

ډیلي ټایمز لیکي ، د پاشا د کار په وخت کې دویمه پېښه د لانجه من لیک ( میمو ګیټ ) وه، چې د یو پاکستاني نژاد امریکایي منصور اعجاز لخوا رامخې ته شوه.

په دې اړه دا هم ویل کیږي، چې پاشا په لندن کې د منصور اعجاز سره ملاقات هم کړی و،خو په دې اړه منصور اعجاز د امریکا لپاره د پاکستان د پخواني سفیر حسین حقاني او یا د ولسمشر اصف علی زرداري خلاف څه ډول کوټلي ثبوتونه تر اوسه وړاندېکړي نه دي.

ورځپاڼه لیکي د پاشا عرب هیوادونو ته د سفر په اړه دا هم وویل کیږي، چې هغه غوښتل د پاکستان د جمهوري حکومت خلاف د دغو هیوادونو مرسته تر لاسه کړي.

ډیلي ټایمز په خپله دویمه اداریه کې لیکي، د شپاړسو کالو تېرېدو وروسته سپریم کورټ د تحریک استقلال د مشر ریټایرډ ایر مارشل اصغر خان هغه کیس یو ځل بیا راپورته کړی، چې پکې ISI د مهران بینک لخوا یو اعشاریه څلور اته بلینه روپۍ قرضه د ۱۹۹۰م کال د عامو ووټونو د نتیجو د بدلولو لپاره استمال کړې وه.

د دغه کیس په اوریدنه کې د مهران بینک د هغه وخت مشر یونس حبیب وویل، چې د ووټونو د نیجو د بدلولو لپاره د ISIپخوانې مشر اسد دراني، د هغه وخت په صدر غلام اسحاق خان، او د پوځ په پخواني مشر جنرل اسلم بیګ تور ولګوو، چې دغه پیسې یې د ووټونو د نتیجو د بدلولو لپاره استمال کړې وې، چې دا د پاکستان په سیاست کې د پوځ او ISI د لاس وهنو یو بل مثال ښکاره کوي.
XS
SM
MD
LG