د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آی ایس آی نوی مشر او له امریکا سره اړیکي


د آی ایس آی نوی مشر جنرال ظهیر الاسلام
د آی ایس آی نوی مشر جنرال ظهیر الاسلام

اسرار عالم مومند، مشال را‌ډیو

د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د دې هیواد د استخباراتي ادارې آی ایس آی نوی مشر ټاکلی دی. لیفټیننټ جنرال ظهیر الاسلام د احمد شجاع پاشا پر ځای د آی ایس نوی مشر ټاکل شوی دی.


د نوموړي ټاکنې ته په افغانستان کې کار پوهان څنګه ګوري؟ او ایا د ده راتګ به د پاکستان و پاکستان پر اړیکو ښه اثر ولري؟


لوی زېری؟


کار پوهان وايي، که څه هم د امریکا په ګډون زیاترو کسانو د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی د نوي مشر د ټاکنې هر کلی کړی دی خو د دوی په خبره، د نوموړي له راتګ سره به د آی ایس آی په رویه کې څه بدلون رانشي. او په دې ډول، چې څنګه دا اداره تورنه ده، هم هسې به خپل لومړیتوبونه جاري وساتي.

په افغان پلازمېنې کابل کې د سیاسي چارو کار پوه کبیر رنجبر وايي، هیله من دی چې د آی ایس آی د نوي مشر له راتګ سره به د کابل په اړه د اسلام اباد په تګلاره کې بدلون راشي.

((زه فکر کوم چې د ده بدلېدل، د آی ایس آی د مشر، یو علامه به د همدې وي چې پاکستان غواړي خپلې کړنې کې او خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راولي.))

دی وايي، که داسې وشي نو دا به ((د پاکستان او افغانستان ولس لپاره ډېر لوی زیری)) وي.


د معتدلو نظریاتو خاوند


په اسلام اباد کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال شایق حسین وايي، د آی ایس آی نوی مشر معتدله نظریات لري او په دې ډول امریکا به هم د ده پر ټاکنه خوشاله وي.

((ظهیر الاسلام په خپله پېشه کې لویه تجربه لري او امریکا هم په دې پوزیشن کې دلچسپي لري.))

دی وايي، دا نه ګڼي چې د آی ایس آی د نوي مشر ټاکنه به د امریکا په سلا شوې وي ځکه چې د دواړو هیوادونو اړیکي خراب دي. خو امریکا به پر دې خوشاله وي.

دی زیاتوي، د دې وجه دا ده چې امریکا، طالبان پلوی او امریکا ضد کس پر دې څوکۍ نه غواړي.


د اسلام اباد و واشنګټن پر اړیکو اغېز


د امریکا د هارورډ پوهنتون د اسیايي مطالعاتو د څانګې استاده او خبریاله نسیم زهره وايي، تمه لري د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی نوی مشر جنرال اسلام به د پاکستان و امریکا تر منځ د غلط فهمیو په ختمولو کې لوی کار وکړي.

((زه فکر کوم چې ظهیر الاسلام به په مثبته توګه د پاکستان و امریکا تر منځ اختلافات ختم کړي او زما په خیال دا مهال پاکستان هم دا لار خپله کړې. زما په اند، امریکا هم تر څه حده دا غواړي.))

خو په اسلام اباد کې خبریال شایق حسین وايي، له امریکا سره د اړیکو ښه کولو په ګډون چې هره پرېکړه کېږي هغه به د پوځ د مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني په خوښه کېږي.

((هر نوی مشر څه نا څه بدلون ضرور راولي. خو د آی ایس آی د نوي مشر له راتګ سره به د دې ادارې په پالیسیو کې څه خاص بدلون رانشي. په راتلونکې کې به دا دومره لوی بدلون را نه ولي. او تر کومې چې له امریکا سره د اړیکو خبره ده نو د دې مجموعي پرېکړه به پوځ کوي او ښکاري داسې چې د جنرال اشفاق پروېز کیاني په پوځ پوره کنټرول دی.))

د پاکستان و امریکا تر منځ په اړیکو کې د ترینګلتیا لوی لامل دا دی چې د امریکا د پوځ لوړ پوړي چارواکي تل تور لګوي چې د پاکستان استخباراتي اداره آی ایس آی له وسله والو طالبانو، د حقاني له وسله والې ډلې، او القاعده سره اړیکي دي.

پاکستان دا تورونه ردوي او اوس به دا په راتلونکو ورځو کې ښکاره شي چې د آی ایس آی نوی مشر جنرال ظهیر الاسلام به د امریکا او نورو هیوادونو اندېښنې تر کومه حده لرې کړي.
XS
SM
MD
LG