د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او افغانستان ستراتیژیک تړون ته نېږدې شوي


د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ
د افغانستان د دفاع وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ

بشير ګواښ،مشال راډیو

پراګ - افغانستان او امريکا يوې هوکړې ته رسيدلې چې له مخې به يې امريکا د باګرام زندان واک اختيار تر شپږو مياشتو افغانانو ته وسپاري. چارواکي او څيرونکې دا کار د دواړو هيوادونو ترمنځ د اوږدمهال سټريټيجيک تړون د لاسليک کولو لپاره مهم ګڼي.


په داسې حال کې چې افغانستان ويلي وو، ترهغې به د امريکه سره د اوږدمهال اړيکو تړون لاسليک نه کړي څو پورې چې ورته د امريکايانو د واک لاندې د زندانونو چارې ونه سپارل شي، دواړو هيوادونه د همدې موخې لپاره هوکړې ته رسيدلي.


د زندان واک افغانانو ته سپارل کېږي

د افغانستان د دفاع وزير جنرال عبدالرحيم وردګ د ناټو امريکايي قوماندان جنرال جان ايلين سره د دې هوکړې د لاسليک کولو وروسته په کابل کې خبريالانو ته وويل:

((د پروان د دې بنديخانې قوماندان به د دغه زندان د ادارې د کنټرول د اخيستلو سربيره دا دنده هم ولري چې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د دې تړون ترمخه د دې جيل پوره واک له امريکايي پوځيانو څخه د افغانستان د ملي دفاع وزارت ته وليږدوي. همداراز امريکا ژمنه کوي چې تر يوه کاله پورې به افغانانو سره په لوژستيکي او تخنيکي برخه کې مرسته کوي.))

د امريکا د بهرنيوو چارو د وزارت وياندې ويکټوريا نولینډ پر دغه کار خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((زمونږ په خيال دا افغان حکومت ته د امنيت دسپارنې په لړ کې يو ډير مهم ګام دی. دا له دې امله هم ښه دی چې د نړيوالو قوانینو ترمخه دی، ښکاره دی او مونږ ټولو ته د افغانستان د ښې راتلونکې ډاډ راکوي. همداراز دا ګام مونږ د افغانستان سره د هغه سټريټيجيک تړون لاسليک کولو ته هم نږدې کوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته کله چې افغان ځواکونه په پوره توګه د خپل هيواد د امنيت چارې په لاس کې ولري، زمونږ اړيکو ته همداسې دوام ورکړي.))


د لویې جرګې په رڼا کې تړون

ياده دې وي چې د امريکا سره سټريټيجک تړون لپاره چې له مخې به يې په افغانستان کې د يو شمير امريکايي پوځيانو شتون تر ډيره وخته یقيني شي، افغان ولسمشر حامد کرزي لويه جرګه راغوښتي وه. په دې جرګه کې د نورو ګڼو غوښتنو ترڅنګ دوه یې دا وې چې د امريکايانو د کنټرول لاندې جيلونه دې افغانانو ته وسپارل شي او د شپې چاپې دې بندې کړل شي. افغان ولسمشر حامدکرزي په دې دوو خبرو ډير زور راوړی و.

د سياسي چارو کارپوه يونس فکور وايي د زندانونو د سپارلو پر سر حل ته رسيدل په دې مانا ده چې په راتلونکو څو مياشتو کې د افغانستان په اړه کيدونکی د شیکاګو کنفرنس ترمخه به د امريکا او افغانستان ترمنځ اوږدمهال تړون لاسليک شي. هغه زياته کړه: ((دا ښه خبره ده چې د دغسو هوکړو په ترسره کولو سره ټول هغه خنډونه چې د امريکا سره د اوږدمهاله تړون د نه لاسليک کيدو په اړه په مخ کې دي، يو پر يو ختم شي. دا تړون د افغانستان د راتلونکې لپاره ښه دی.))


له طالبانو سره پر خبرو تاثیر

ځينې څيړونکې وايي چې د امريکا او افغانستان ترمنځ اوږدمهاله تړون به د طالبانو سره د سولې پر خبرو خرابه اغيزه وکړي ځکه چې د دوی يو شرط دا دی چې بهرنيان دې له افغانستانه ووځي خو يونس فکور وايي: ((طالبان هم د دې تړون په اهميت پوهيږي او بله خبره دا ده چې طالبان بايد پر دې پوه شي چې نړيواله ټولنه او په ځانګړې توګه امريکايان يوازې دوی ته د افغانستان چارې نه سپاري.))

د رسنيو ترمخې په باګرام جيل کې د درې زرو په خوا او شا کې زندانیان شتون لري چې ډير شمير يې د ترهګرۍ په تور نيول شوي مهم کسان ګڼل کيږي.
XS
SM
MD
LG