د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر جنوبي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونه


په قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې شا و خوا ۱۳ مشکوکه وسله وال وژل شوي دي.

د چارواکو په وینا، لومړی برید د جمعې (د مارچ نهمه) په مازیګر د جنوبي وزیرستان د شکتوۍ په سیمه کې شوی چې په کې د وسله والو ګاډی په نښه شوی دی. چارواکي وايي، تر لومړي برید یو ساعت وروسته بې پیلوټه الوتکو د شکتوۍ په بله برخه کې پر یوه کور توغندي وتوغول چې په کې شا و خوا شپږ مشکوکه وسله وال ووژل شول. د قبایلي سیمې مومندو د سلالې پر پوستې د ناټو تر بمبارۍ وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه درېدلي ول خو موده وشوه چې اوس بیا پیل شوي. د ۲۰۱۱ز کال د نومبر په ۲۶مه د سلالې پر پوستې په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني سر تېري وژل شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG