د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال اسلام د آی ایس آی نوی مشر


د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني، لیفټیننټ جنرال ظهیر الاسلام د هیواد د استخباراتي ادارې آی ایس آی نوی مشر ټاکلی دی.

د وزیر اعظم له دفتره په خپور شوي بیان کې ویل شوي، ظهیر الاسلام د آی ایس آی ډایریکټر جنرل (عمومي رییس) ټاکل شوی دی. نوموړی به د مارچ (۲۰۱۲ز کال) په ۱۹مه د آی ایس آی د اوسني مشر جنرال احمد شجاع پاشا پر ځای د دندې ذمه واري په خپلو لاسو کې اخلي. جنرال ظهیر الاسلام دا مهال د کراچۍ کور کمانډر دی. تر دې مخکې نوموړي د آیس ایس آی د مرستیال مشر په توګه هم کار کړی دی. د آی ایس آی د اوسني مشر جنرال شجاع پاشا د دندې موده د مارچ په ۱۸مه پای ته رسي. ظهیر الاسلام په داسې وخت کې دا دنده سمبالوي چې آی ایس آی نه یواځې په هیواد کې دننه په سیاسي چارو کې په لاس وهنه، په بلوچستان کې د بلوڅ ملتپاله خپلواکي غوښتونکو وسله والو پر نیولو او وژنو تورنه ده بلکې په نړیواله توګه ور باندې د افغان طالبانو د مرستې تورونه هم پورې کېږي. د پاکستان حکومت او پوځ له دې ټولو تورونو انکار کوي.
XS
SM
MD
LG