د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اورکزو ملک وارث خان توري خېل طالبانو ووژلی


Pakistan -- Map of Federally Administered Tribal Areas (FATA).
Pakistan -- Map of Federally Administered Tribal Areas (FATA).
د اورکزۍ ايجنسۍ د یوه قامي لښکر مشر ملک وارث خان توري خیل نن د جمعې په ورځ د وسلواله والو طالبانو په یوه برید کې وژل شو.


دا پيښه د اوکزو په پيروز خېلو سيمه کې هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې ملک وارث خان د خپلو ملګرو سره يوې ميلې ته ورغلې وو چې هلته پرې يو تن ډزې وکړې .

په دې پيښه کې د ملک وارث خان درې ملګري هم ژوبل دي، د رپورټونو له مخې وژونکي خپل ځان په چونکو توکیو الوځولی دی.

ملک وارث خان په سیمه کې د سولې او امن د یوه سالار په توګه پېژندل کېدۍ او د هغه د مبارزې پر سر ورته د پاکستان صدارتي امن تمغه هم ورکړل شوې وه.


له تېرو څو کلونو راهیسې په لروبر قبایلي سیمه کې د پښتنو په سلګونه مخور مشران وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG