د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوکي خېلو احتجاجي ناسته پای ته ورسېده

د خيبر ايجنسى د کوکي خيل سيمې اوسيدونکو چې د تيرې شورو/ چارشنبې له ورځې راهیسې یې د پښتونخوا حکومت له خوا د دوی د زمکې د قبضې خلاف یې په پلازمېنه اسلام آباد کې د پارليمنټ ودانۍ مخې ته احتجاجى کيمپ لګولي وو، وايي چې حکومت ورسره ژمنه کړې چې د دوی مسله به ژر هواره کړي اوس خپله احتجاي ناسته پای ته رسولې ده. دوی دعوه لري چې د خیبر پښتونخوا حکومت په ريګۍ للمه ټاون شپ کې د دوى ١٧٥٠٠ کناله زمکه قبضه کړيده. د احتجاجي ناستې تنظیمونکي وايي چې د مشال راډیو له خوا د راپور خپرېدو وروسته نه دا چې د قبايلي سيمو منتخب غړي مو پوښتنې ته راغلل بلکې د خيبرپښتونخوا ګورنر او د خيبر ايجنسۍد قامى اسمبلى غړو مو مسئلې ته خصوصى پاملرنه ورکړه او دا شان زموږ دا مسئله حل شوه او د مشال راډيو یې مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG