د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاک افغان دوستۍ وره ته چاودنې ۴ تنه وژلي ۸ ژوبل




سیدشاه سقیم - مشال راډيو

کندهار :- د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه پروت د سپين بولدک ولسوالۍ کې چاودنه شوې چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسول جاويد مشال راډيو ته وويل چې په پېښه کې ټول ټال څلور تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي چې زيات يې عام وګړي دي . دده په خبر چاودنه په یو موټر سایکل کې له اېښودل شویو بارودي توکيو له امله شوېده.

خو د سپين بولدک ولسوال حاجي عبدالغني بيا په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر دې هم ټيټه ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سرحدي پوليسو د پاکستان پولې ته څېرمه تر لس زره کيلو ګرامه زيات چاودېدونکي توکي او دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي هم نيولي وو.
XS
SM
MD
LG