د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر اجنسۍ د بې کوره شویو خلکو نوم لیکنه پېلېږي



فرهاد شینواری - مشال راډیو

خیبر ایجنسۍ :- د خیبر پښتونخوا د قدرتي آفتونو د نظم صوبايي ادارې یا ( پي ډي ایم اې) د وینا تر مخې د خیبر ایجنسۍ له باړې سیمې په دې وروستیو کې د نورو بې کوره شوو خلکو لپاره یې نوی رجسټریشن پیل کړی دی چې د چارشنبې له ورځې به یې نومونه لیکل کېږي.

دوی وايي چې اوس د باړې له ستوريخیل سیمې چې کوم خلک راروان دی، د هغوی او ورسره د داسې قبیلو بې کوره شوی کسان به هم پکې لیکل کېږي چې له تیر رجسټریشنه پاتې شوي وو.

په دي اړه د پي ډي ایم اې د جلوزو کیمپ انچارج نور اکبر مشال راډیو ته وویل : (( ستوريخیلو سره سره به د اکا خیلو،ملک دین خیلو،سپاه او کمر خیلو پاته شوې کورنۍ هم رجسټرډ کوو.))

دوی وویل: (( کومې کورنۍ چې په جلوزو کیمپ کې دننه اوسیدل غواړی نو دوی ته به خیمې، غلې او نورې ټولې آسانتیا وې ورکوو،خو چې کومې کورنې له کیمپه بهر اوسیدل غواړی نو هغوی ته به خیمې نه ورکوو او نور هر څه به ورته ملاویږی))

پی ډی ایم اي چارواکی وايي چې په جلوزو کیمپ کې د باړې بې کوره شوو خلکو ته د ملګرو ملتونو اداره (یو این ایچ سی آر) خیمې ورکوی، د روغتیا نړویاله اداره (ډبلیو ایچ او) ورته د صحت آسانتیاوې،او د ماشومانو د ژغورنې نړیواله ادراه ( یونیسف) د تعلیم، او د خوړو نړویاله ادراه (ډبلیو ایف پی) خوراکي توکي ورکوي.

د قدرتي آفتونو د نظم صوبایي اداره وايي چې د جلوزو کډوالو کیمپ کې له وړاندې د خیبر ایجنسۍ د باړې خوا وشا دیارلس زره کورنې میشتې دي،او چارواکو ورته ویلي دي چې اوس به ورته نورې لس زره کورنې هم راځي چې شمیره به یې درویشت زره کورنیو ته ورسي.


د لښکرې اسلام مشر منګل باغ په باړه کې یوې غونډې ته وینا کوي.۲۰۰۸م کال
د لښکرې اسلام مشر منګل باغ په باړه کې یوې غونډې ته وینا کوي.۲۰۰۸م کال
دباړې سیمې د خلکو په وینا په باړه کې د تیرو دریو کالونو راهیسې د وسلوالو پر ضد پوځی عملیات روان دی او د امنیتی ځواکونو او وسلوالو ترمینځ پکې نښتې رامینځ ته کیږی،چې عامو خلکو ته پکې هم مرګ ژوبله اوړي. د دوی په خبره اوس هم پکې سکولونه، بازارونه او روغتونونه تړلي پراته دي،او د نا امنیو له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې ویستلی دی.

باړه د پیښور ښار سره لګیدلې د پاکستان قبایلی سیمې خیبر ایجنسۍ برخه ده، چې د ځایي کمندان منګل باغ په مشري د لښکرې اسلام وسلواله ډله زیاته فعاله ده.
XS
SM
MD
LG