د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا : کوکنار نه کرل کېږي خو نشیان زیات شوي


نقیب الله متونوال - مشال راډيو

خوست:- لا هم د افغانستان په ځينو سيمو کې کوکنار کرل کېږي او حکومت او اړونده موسسې يې په مبارزه کې تر ډيره پاتې راغلي دي خو د دې هيواد په ډېرو سيمو کې د کوکنارو کرنه بیا د نېشت برابره ده. په دې سيمو کې يو هم د پکتيا ولايت دی اوڅو کاله کیږي چې، په دې ولایت کې کوکنارنه دې کرل شوي.

د پکتیا ولایت د نشه یې توکوسره د مبارزې ریاست مشر ډاکټرحفیظ الله احمدزی وایې : ((له ۱۳۸۵ کال راپه دې خوا په پکتیا ولایت کې د کوکنارو کرل صفرشوی، په دې برخه کې قومي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او رسنیو د عامه پوهاوي په برخه کې ډېرکار کړی دی او دا ستراتیژي دلته عملي شوي ده.))

حفیظ الله احمدزی زیاتوي چې د نشه یې توکو د کرکیلې د صفرکیدو په بدل کې ورسره په مېلیونونو ډالره مرسته شوي چې د بیارغونې او ابادۍ کارونه ورباندې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:((په هغو پیسود پوهنتون ځینې بلاکونه، د جرګو تالار، سټېډییم او ګڼې نورې پروژې بشپړې شوي دي.))

د پکتیا ولایت د ولایتي شورا غړی الله میر وایې، چې دوی په خپله ژمنه ولاړ دي اود کوکنارو کرکیله به نه کوي او که چا د دې کر هڅه وکړه دوی به یې مخنیوی وکړي.
ده وویل:((مونږ ژمنه کوو چې، دا کربه دلته نور نه کیږي خو، حکومت او مؤسسې باید د بزګرانو سره د تخمونو او کرکیلې په برخه کې را سره مرسته وکړي چې بزګران اړنه شي کوکنار وکري.))

د پکتیا په ګاونډ خوست کې ولایت کې هم د نشه یې توکو کرکیله صفراو بزګران د نورو غلو دانو په کر بوخت دي.

خو باید وویل شي، چې په دې ولایتونو کې د چرسو او نورو نشو نشه یان زیات شوي او د چارواکو په خبره له دې سیموڅخه د نشه یې توکو قاچاق د دې باعث شوی، چې یوه اندازه یې همدلته پاتې او په ځوانانو وپلورل شي.
XS
SM
MD
LG