د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په غوښتنه په کندهار کې کېمپونه وتړل شو


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک
ریاض موسا خیل - مشال راډیو

اسلام آباد:- په پلازمېنه اسلام آباد کې خبرې غونډې ته په خپلو خبرو کې د پاکستان داخله چارو وزير رحمان ملک وویل چې هغوی د افغان ولسمشر حامد کرزي مننه کوي چې د پاکستان په وينا یې د براهمداغ بوګټي درې کيمپونه وتړل.

د رحمان ملک وينا وه چې دوی ته پته لګيدلې وه چې برهمداغ بوګټي کندهار کې درې کورونو کې پنځه زره کسانو ته روزنه ورکوي، چې ددې اطلاع یې افغان ولسمشر ته ورکړه.
دې وايي چې دهغې وروستو تر څه حده د پاکستان حالات ښه شوي دي خو اوس هم ځینې خلک د بل چا په لمسونه د دوی په ملک کې لاس وهنه کوي، او د دې په مکمل ختميدو کې به وخت لګي.

په دې اړه له مشال ريډيو سره په خبرو کې د دفاعي او سيمه ايزو چارو کار پوه او د پاکستاني پوځ پخوانی بريګيډیېير محمود شاه وویل دا خبره د ستاینې وړ ده چې افغانستان خپله خاوره د پاکستان په خلاف د استعماليدو اجازه ورنکړه.

خو بلخوا د بلوچستان نېشنل ګوند ځای ناستی صدر ډاکټر جهانزيب وايي چې پاکستان له په خپلو پاليسو سردوارې کتنه پکار ده چې ولې د خپل ملک خپل پر ضد راپورته شوي دي، د هغه په خبره دا ځکه چې په تيرو ۶۴ کلونو کې له بلوچستان سره د ميرني ورور چلند کېږي اولوی مشران یې هم وروژلي دي.

د ده په وينا نور ملکونه هم ځکه په پاکستان کې لاس وهنه کوي چې پاکستان پخپله په نورو ملکونو کې د لاس وهنې په پاليسۍ روان دې، او که پاکستان له خپلې دې تګلارې راوګرځېدو نو ګټه به یې ارومرو دغه ملک ته رسي.
XS
SM
MD
LG