د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېره اسماعیل خان : ځانمرګی برید څلور پولیس ژوبل


د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې برایه شپه ناوخته په کمشنري بازار کی د پولیسو په يو ګاډي ځانمرګی برید شوی چې د یوه ډي اېس پي په ګډون درې نور پولیس سرتېري ټپیان شوي دي.

د ډيره اسماعیل خان د پوليس یو مشر خالد سهيل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې برید د کېنټ تاڼې پر ډي اېس پي عبدالغفور باندې شوی چې پکې د هغه په شمول ټولو ژوبلو پولیس سرتېرو حالت له خطرې وتلی دی.

هغه زياته کړه چی د بريد په وخت ځانمرګی بريد ګر په موټر سایکل سپور وو او ځان يې د پولیس له ګادي سره وجنګولو.

ددي پیښي پړه لا تر اوسه کومی وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو ددغه ډول بریدونو ‌ذمه واري اکثره وسله وال طالبان پرغاړه اخلي.

بلخوا د مشال ريډیو خبر يال وايي چې تيره شپه د قبایلي سيمې جنوبي وزير ستان په واڼه کې په يو شخصي اريانه پبلک سکول کی يوه بمي چاؤدنه شوې چې پکې ورته معمولي زیان رسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG