د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین خپل دفاعي بجټ زیاتوي،ګاونډیان اندېښمن دي


چینايي سرتیري
چینايي سرتیري
سرچینه : رویټرز اژانس
ژباړه : بشير ګواښ
رويټرز خبري اژانس ليکلي چې چين په دفاعي بجټ کې زياتوالی له هغه وروسته کړی چې د امريکې ولسمشر باراک اوباما د ایشيا د ارام سمندرګي په هيوادونو کې د خپل اغيز د ساتلو لپاره پاليسي اعلان کړه.

له دې زياتوالي سره به د ۲۰۱۲ کال لپاره د چين د پوځ بجټ یوسل او لس بیلینه ډالره شي. تير کال هم په دې پيسو کې د څه د پاسه ۱۲ فيصدو اضافه شوي وه.

رويټرز ليکلي چې د چين د پوځي بجټ په اړه ويلي کيږي چې دا له هغه څه ډير وي چې حکومتي چارواکي يې په ښکاره اعلانوي او له همدې کبله له چين څخه ځیني ایشيايي هيوادونه په ويره کې دي او امريکې څو څو ځل ويلي چې چين دې د خپل بجټ د زياتولو سره تړلې ارادې ښکاره کړي خو رويټرز خبري اژانس په خپل رپورټ کې د چيني پارليمنټ د وياند لي ژاکسينګ له خولې ويلي چې نړۍ دې نه ويريږي او دا چې د پوځ لپاره د هغوی بيلې شوي پيسې اوس هم د امريکې په پرتله کمې دي.

لي پارليمان کې د منظورۍ لپاره د دفاعي بجټ له وړاندې کولو مخکې په يوه خبرې غونډه کې وویل چې د چين پوځي قوت د خپلې زمکنۍ خودمختارۍ، او امنيت د ساتلو لپاره دی او نورو هيوادونو ته هيڅ خطر نه دی خو د رويټرز خبرې اژانس په وینا د چين ګاونډي ملکونه جاپان، هند، تايوان او د جنوبي ایشيا ځينې هيوادونو د چين د پوځ له پراخوالي او د دوی لپاره د دومره ډيرو پيسو له بيلولو ويريږي.

د چين په دفاعي بجټ کې په داسې حال کې زياتوالی مخې ته راغلی چې د رويټرز د رپورټ ترمخه امريکې د ۲۰۱۳ کال په دفاعي بجټ کې د پنځو بيلينو ډالرو په خوا او شا کې کمښت کړی.

رويټرز خبري اژانس د يو څيړونکي له خولې ليکلي چې چين د ۱۴ هيوادونو سره پوله لرونکی يو لوی ايټمي وسله لرونکی هيواد دی چې په دومره تيزۍ سره د خپل پوځ د پراخولو او پر هغوۍ د لګښتونو ډيرول له پوهې بهر خبره ده. نورو څيړونکو بيا د چين دا کار د امريکې سره د سيالۍ لپاره يو سموليک ګام بللی.
XS
SM
MD
LG