د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې په لومړي ځل د ارثي ناروغۍ علاج


نایله بګټي ۱۴ کالنه ده او ډاکترانو له مرګه وژغورله
نایله بګټي ۱۴ کالنه ده او ډاکترانو له مرګه وژغورله

ظفر کریمي، مشال راډیو

کراچۍ - د پاکستان په کراچۍ کې د اغاخان هسپتال ډاکتران وایي په لومړي ځل یې د یوې څوارلس کلنې ماشومې د زړه د ځانګړۍ ناورغۍ کامیاب علاج کړی دی ـ د ډاکترانو په خبره د بلوچستان ډیره بګټي سره تعلق لرونکې ماشومه نایله بګټي په داسې ناروغۍ اخته وه چې له وجې به یې د هغې د زړه درزا زیاتیده او بیا به راغورځیده.


ډاکټران وایي دغه یو ډول میراثي ناروغي وي چې له کبله یې د مریض د زړه درزا زیاتیږي ـ او زیاتره وخت دا کار د مریض د مرګ سبب جوړیږي ـ

د نایله بګټي معالج او د یادې تجربې ترسره کونکي ډاکټر عامر حمید خان مشال ریډیو ته ویلي چې د نایله بګټي د زړه د درزا د کنټرولولو په موخه یې ځانګړۍ ايي سي ډي بیټرۍ لګولې ده چې د هغې راوروسته د مریضې روغتیا د ډاډ وړ ده.
((پاکستان په لمړي ځل داسې وشوه چې ددومره عمر یو مریض ته دغه اله په کامیابۍ سره ولګول شوه ـ بالغ خلقو کې خو د پخوا راهسې دا اله پکار راوستل کیږي خو چونکې د ماشومانو د زړه رګونه د وخت د تېریدو سره غټیږي نو ځکه ماشومانو ته دغه اله نه لګول کیده ـ خو ددې الې د لګولو دپاره ما د مریض سینه څېرې کړې هم نه ده او صرف د زړه د رګ یا شریان لارې مې دغه اله لګولې ده.))

د هغه په خبره د ځینو مریضانو د زړه درزا ځینې وخت د ټاکلې اندازې نه زیاتیږي چې له وجې یې مریضان مري خو دا اله د زړه درزا په مسلسله توګه څارنه کوي او هغه عادي حالت ته په راوستو کې مرسته کوي ـ

د نایله بګټي پلار رفیق بګټي وایی مخکې یې درې لوڼه په دغه مرض مړی شوي دي او خوشاله دی چې د نایله علاج یې وشو.

((د ماشومې د زړه درزا به زیاتیده چې د زیاتیدو روستو به ماشومه بې هوشه کیده ـ نورې ماشومانې یې هم څو ځله د بې هوشه کیدو روستو مړې شوي دي او دغه ماشومه چې اوس یې ورته اله لګولې ده ـ د الې لګولو مخکې درې ځله بې هوشه شوې وه ـد ايي سي ډي بیټرۍ تر لګولو روستو اوس شکر دی ښه ده.))

د نایله بګټي معالج ډاکټر عامر حمید خان په وینا پاکستان کې ګڼ شمیر خلقو کې د زړه د درزا د بې قابو کیدو مرض شتون لري ـ دا یو میراثي مرض دی چې د یو نسل نه بل ته لګیږي
XS
SM
MD
LG