د لاسرسي ځای

تازه خبر

له آی ایس آی د تري تمو کسانو پوښتنې وشوې


یوپاکستاني عسکر یو نیول شوی سخت دریځه وسله وال له ځانه سره د مینګورې یو پوځي مرکزته بیايي ۲۸م مې ۲۰۰۹
یوپاکستاني عسکر یو نیول شوی سخت دریځه وسله وال له ځانه سره د مینګورې یو پوځي مرکزته بیايي ۲۸م مې ۲۰۰۹
سرچینه : اې اېف پي

ژباړه : اسرار عالم مومند


د اې اېف پي خبري اژانس په يو رپورټ کې راغلي دي د پاکستان د استخباراتي ادارې وکيل د زيارت په ورځ د دغه هېواد په سپريم کورټ کې د دې خبرې سپینولو جوګه نه وو چې هغه اووه لا درکه شوي کسان چې د تره ګرۍ له تورونو څخه بري شوي وو ولې په مشکوکه ډول استخباراتي ادارې تر اتلسو مياشتو پورې له ځان سره ساتلي وو.

دا اووه کسان په ۱۳ فرورۍ د پاکستان په سپريم کورټ کې وړاندې کړل شو، د دوی صحت دومره خراب وو چې ډير په مشکله يي خبرې کولائ شوې اودرېدلائ هم نه شوائ.

د دې اووه لا درکه شوو کسانو حالت دومره خراب وو چې ججانو کله وليدل نو سمدستي يي د استخباراتي ادارې له وکيل راجه ارشاد څخه وپوښتل چې دا کسان ولې بیرته له ځان سره ساتلي، سره له چې د دوه زره لسم کال په مې مياشت کې دوی له جېله خوشې کړل شوي وو.

دا اووه لا درکه شوي کسان په دوه زره اووم کال کې په امنيتي سرتيرو ترسره شوي يو ځانمرګي بريد او په دوه زره نهم کال کې په پنډۍ ښار کې په پوځي هېډ کواټر د حملي په تور نيول شوي وو.
د سپريم کورټ چيف جسټس افتخار محمد چودهري د استخباراتي ادرارې له وکيل څخه وپوښتل چې تر کوم قانون لاندې دغه اوه کسان په حراست کې ساتل شوي وو.؟ ارشاد نيغ په نيغه ځواب ورنه کړ او ویې ویل چې د عدالت اندېښنې به متعلقه چارواکو ته ورسوي.

په رپورټ کې راغلي دي د ا کيس د پاکستان د استخباراتي ادارو لپاره يو لوی چیلنج دی او خلک ورته داسې ګوري چې ياد شوې اداره له قانون بالا کارواېانې کوي.

په غرب کې هم پر آی اېس آی توررونه دي چې له وسله ولوطالبانو او اسلامي اورپکو سره يي لا هم اړيکي برقرار ساتلي دي.

چيف جستس افتخار چودري د استخباراتي ادارو وکیل ارشاد ته وویل چې د دې اووه لا درکه شوو کسانو پرضد پوره ثبوتونه راوړي ، د دې وروستو نوموړي د بلوچستان د لا درکه شوو خلکو په اړه د وکيلانو پام راوګرځولو .

د پاکستان په استخباراتي ادارو تورونه دي چې په بلوچستان کې يي په سلګونو بلوڅ بیلتون پالي یې وژلي او یا په حراست کې ساتلي دي.

چيف جسټس زياته کړه په بلوچستان کې مړي موندل کيږي او دغه رنګ ټوله صوبه باندې اور لګېدلی دی.
سپريم کورټ لومړی غوښتنه کړې وه چې دغه يولس واړه لا درکه کسان دې عدالت ته حاضر کړې شي خو په هغوی کې څلورلادمخه مړه شوي دي.

وکیل ویلي چې استخباراتي ادارې د عدالت آيیني بالادستي منلې او دغه اووه کسانو ته د عدالت په حکم په روغتون کې درملنه ورکول کېږي.

دا مقدمه د راواني مياشتې تر شپاړلسمې نيټې پورې وځنډول شوه.
XS
SM
MD
LG