پامیر ساحل – مشال راډيو
پراګ:- د پاکستان و ایران د ګیس پایپ لاین یا نل لیکې تړون په اړه دواړو هیوادونو هلې ځلې پیلې کړې دي.
پراګ:- د پاکستان و ایران د ګیس پایپ لاین یا نل لیکې تړون په اړه دواړو هیوادونو هلې ځلې پیلې کړې دي.
هلته امریکا په دې هلو ځلو د اندېښنو څرګندونه کړې ده او بل پلو په بلوچستان کې خرابو حالاتو هم د دې تړون د عملي کېدو په لار کې پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې دي.
د پاکستان پخوانی سینېټر ثنا الله بلوڅ وايي، دا خبرې په ۱۹۹۳ کې هم د تهران و اسلام اباد تر منځ روانې وې. او اوس په پاکستان کې د انرژۍ بحران، او پر ایران د مالي او اقتصادي بندیزونو مسلې دا موضوع بیا راپورته کړې ده.
ثنا الله بلوڅ مشال راډیو ته وویل، پر ایران بندیزونه او د بلوچستان شخړه د دې پایپ لاین د تړون په لار کې تر ټولو لوی خنډونه دي.
د پاکستان و ایران تر منځ د ګیس پایپ پر دې تړون امریکا په تېرو ورځو کې پاکستان ته د بدو نتیجو خبرداری هم ورکړی دی او د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو ملتپالو مسلې هم نړیواله توجه تر لاسه کړې ده. هلته ایران د لویدیځ له بندیزونو سره مخامخ دی او د شنونکو په اند یو ډېر پېچلی صورتحال را منځ شوی دی چې د دې پایپ لاین تړون ښايي عملي کېدو ته پرېنږدي.