د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر : پر لښکرې اسلام ځانمرګی برید ۶ تنه وژل شوي


تیراه: د لښکرې اسلام مشر منګل باغ
تیراه: د لښکرې اسلام مشر منګل باغ
د خیبر سرکاري چارواکي وايی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه ناکۍ سیمه کې د لښکرې اسلام وسلوالې ډلې په یو مرکز په ځان مرګي برید کې تر شپږو ‌ډېرکسان وژل شوي دي او یو شمیر ژوبل دي.د دوی په وینا د وژل شوو کسانو په شمیره کې زیاتوالۍ هم راتلای شي.

د مشال ريډيو خبريال وايې چې لښکرې اسلام له ځايې خبريالانو سره د خبرو پروخت د پيښې تصديق کړی دی. د تحريک طالبان طارق اپريدي ډلي د بريد ذمه واري قبوله کړې ده او ويلي یې دي چې د بريد هدف د لښکرې اسلام ډله وه.

په بريد کي د وژل شوو د شميرې د زياتيدو امکان څرګند شوی. تازه بريد په داسي حال کي شوی چې تردې وړاندي نن سهار وختي د خيبر ايجنسي په تيراه کي په نښته کي لس عسکر او درويشت وسله وال وژل شوي وو. فرانس پريس خبري اژانس او روئټرز د خيبر ايجنسي د چارواکو خولې وايې نښته هغه وخت وشوه کله چې د لښکرې اسلام ډلي پر يو چيک پوسټ بريد وکړ او امنيتي ځواکونو ځوابې ډزي پيل کړې. خو آزاده سرچينو ددې حکومتي دعوو تصديق نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG