د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سپريم کورټ کې د لا درکه کسانو په اړه اوريدنه


انیلا خالد - مشال راډیو

اسلام آباد :- د پاکستان په ستر عدالت کې د ايجنسيانو په حراست کې د قيديانو په اړه اوريدنه نن د مارچ د مياشتي په لومړۍ نيټه وشوه ـ اوريدنه د چېف جسټس افتخار محمد چودهرى په مشرۍ کې دري کسيزه بينچ وکړه ـ

دا د قانون خلاف عمل دی چې هغوی بې له څه وجي یو کس په قيد کې وساتي.

بېرسټر باچا.
د اوريدني په موقع د خيبر پښتونخوا چېف سيکریټري د قيد يانو په حواله يو رپورټ وړاندي کړو ـ چې پکې ویل شوي وو قيديان په حفاظت کې دى او له هغوی سره د ځینو څه نا څه پنځه ديرش خپلو خپلوانو ملاقاتونه هم کړي دي ـ

د ايجنسيانو وکېل راجا ارشاد کېازى په سپريم کورټ کې په خپلو دلایلو کې وویل چې ايجنسيانو ددي ملک له پاره ډيرې قربانۍ ورکړېدي ـ چېف جسټس افتخار محمد چودري له راجا ارشاده وپوښتل چې آخر څلور قيديان مړه په څه شو؟ او د ايجنسيانو له خوا رپورټ کې ددې ذکر ولې نشته چې دا کسان تر کوم قانون لاندې نيول شوي ووـ

د قانونى چارو کارپوهه بيرسټر باچا د استخباراتي ادارو له خوا د کسانو نيولو او سزاګاني ورکولو په اړه مشال راډيو ته وويل چې دا د قانون خلاف عمل دی چې هغوی بې له څه وجي یو کس په قيد کې وساتي ـ بايد چې عدالت ددي پوره جایزه واخلي ځکه چې بيا به دوی ته نوره هم آزادي ملاو شى او چې کله وغواړي نو خلک به نيسى او قيد کوي به یې ـ

نوموړي وويل چې بيا به ددي غير قانونى او غير انسانى کارونو ذمه واره عدليه وي چې دوی ولې ددې پر ضد ګام نه پورته کاوه.

د يادوني وړ ده چې سپريم کورټ کې به د دې کېس راروانه اوريدنه د رواني مياشتي په شپاړسمه نيټه کېږي.
XS
SM
MD
LG