د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې خپله تګلاه نه اړوي


سرچینه : نړیوالې رسنۍ

ژباړه : ملیحه امیرزاده

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي د امریکا ددفاع وزارت وایی که څه هم د یوی هفتې راهیسې روانې مسلې د افغان حکومت ، له امریکا او نیټو ځواکونو سره تعلقات کړکیچن کړي دي، د دې باوجود به امریکا په افغانستان کې خپله بنیادي سټرېټیژي نه بدلوي.

ورځپاڼه په افغانستان کی د تازه خپلوژونکیو بریدونو په اړه ليکي د امریکا او نیټو لپاره یې په یو داسې نازک وخت کې شکونه زیات کړي ، چې دوی غواړي له افغان امنتي ځواکونو سره همکاري لا نوره زیاته کړي چې هغوی د طالبانو او نورو مخالف وسله والو پر ضد په جګړه کې د خپلو ذمه وارو په غاړه اخیستو جوګه کړي.


د امریکا پخواني چارواکي او کارپوهان وایي د امریکا او افغانستان تر مینځ د همکارۍ په اړه په باور کې کمۍ د نیټو سټرېټیژۍ لپاره زیان رسونکې ثابتیدای شي. چې تر ۲۰۱۴م کال مخکې د جنګي عملیات درولو سره تړلې ده.

ورځپاڼه ليکي اوس هم تشدد په خوریدو دی. او د ګل په ورځ په جلال آباد کې په یو ځانمرګي برید کې ۹ کسان وژل شوي دي. ورځپاڼه بیا په کابل کې د هفتې په ورځ د دوه امریکايی چارواکو د وژنې په اړه لیکي چې د هغوی پیژندګلو شوېده چې یو یې یو اته څلویښت کلن پوځې میجر رابرټ جې مارچنټي دې. او بل د هوایی ځواکونو څلور څلویښت کلن لیوټینټ کرنل جان ډي لافټیس دې.


بل خوا نیو یارک ټایمز ورځپانه لیکي پاکستان چې پکې زیاتره خراب خبرونه راځي، د ګل په ورځ هغه وخت د دې هیواد خلکو خوشحالي لمانځلی چې د کراچۍ یوې ښځې ته اکیډمي ایوارډ ورکړل شو. دغه امریکایی اکیډمي ایوارډ د هغه دستاویزي فلم په سر په وړومبي ځل یوې پاکستانۍ ډایرېکټرې ته ورکړل شو چې د تیزاب شیندلو په پيښو جوړ شوې دې.
ورځپاڼه ليکي شارمین عبید او د هغې د فلم نایب ډایریکټر ډینییل ینګي ته د اتوار په ورځ په دستاویزي فلم سیونګ فیس آسکر ایوارډ ورکړل شو. په دغه فلم کې د برتانیا یو ډاکټر د هغه زخمونو د علاج هڅه کوي کوم چې د خپلو قهرجنو خاوندانو لخوا په خپلو میرمنو د تیزاب پاشلو سره رسېدلې وي.

ورځپاڼه ليکي په پاکستان کې آسکر ایوارډ د دې اندیښنو سره سم ګټل شوی چې حکومت د بیان په آزادي د بندیزونو لګولو پلان لري. چې به پکې په ټي وي په سیاستدانو مزاحیه پروګرامونه پر کولو بندیز شامل وي.

په اسلام آباد کې د یو خبري کانفرنس پر مهال د اطلاعاتو وفاقي وزیرې فردوس عاشق اعوان دغه اندیښنې رد کړي. د هغې په خبره د ټي وي چینلونو سره د سلا کولو بغیر به کوم بندیز نه لګول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG