د لاسرسي ځای

تازه خبر

د آسکر جایزې ګټل د پاکستانیو ځپلو مېرمنو غږ اوچت کړ


آسکر جایزې ګټونکې پاکستانۍ فلمي ډایرېکټره شرمین عبید چنای
آسکر جایزې ګټونکې پاکستانۍ فلمي ډایرېکټره شرمین عبید چنای
ظفرکریمي ــ کراچۍ

که یوې خوا ته آسکر جایزه د یوې پاکستانۍ مېرمن لخوا په ګټلو که د پاکستان عام وګړي خوښي څرګندوي نو بلې خوا د انسانی حقونو دپاره کار کونکې ډلې هم په دغه جایزه پاکستان کې د ښځو سره د ترسره کیدونکو ناروا سلوکونو څخه د پردې اوچتولو لپاره ښه ګام بولي.

د عورت فاونډيشن کراچۍ مشرې مهناز رحمان مشال ریډیو ته ویلي دي چې د آسکر په څېر لوی ایوارډ د کومې پاکستانۍ مېرمن له خوا ګټل وړه خبره نه ده ـ د هغې په خبره ددغه ایوارډ ګټونکې شرمین عبید چنای دغې لاس ته راوړنې په مټ د پاکستاني ښځو مورالونه اوچت کړي دي ـ


بهرنو ملکونو کې چې د پاکستان په اړه کوم تاثر لیدل کیده او د دغو هیوادونو خلقو دا سوچ کولو چې د پاکستان مېرمنې کورونو کې بندې ناستې دي او هغوي هیڅ نشي کولې ـ له دې جایزې دا مالومه شوه چې د پاکستان مېرمنې هم ډېر صلاحیتونه لري ـ آسکر هغه جایزه ده چې په لومړي ځل پاکستان کې چا وګټله او هغه هم یوې مېرمنې وګټله ـ دا د مېرمنو دپاره یو لوې زیرې دې ـ

له کراچۍ سره تعلق لرونکې مېرمن شرمین عبید چنای دغه جایزه د سوېنګ فېس په نوم د یوه ډاکومېنټري فلم په جوړولو ګټلې ده ـ دغه فلم پاکستان کې د نارینه و لخوا په مېرمنو د تېزاب اچونې په موضوع جوړ شوی دی ـ چې پکې یو پاکستانی نژاده برتانوی ډاکټر د هغو مېرمنو علاج کوي چې تېزاب پرې پاشل شوي دي ـ


کار ده چې زموږ ټولنه کې د ډاکتر جواد په څېر نور خلک راشي او ددغه ظلم څخه اغېزمن شویو ښځو سره مرسته وکړي.. مهناز رحمان.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کارکونکو ډلو استازي باوري دي چې سیونګ فیس په نوم دغه فلم به د نړیوالو توجه د هغو ظلمونو په لور راوګرځوي کوم چې پاکستان کې د مېرمنو په ضد روان دي ـ د ویلاري خان په نوم مېرمن چې یاد فلم کې برخه اخیستې ده او په مېرمنو د تیزاب اچونې په ضد د جوړې شوې غیر سرکاري ادارې سره کار کوي وایي، اسکر جایزه ګټل د ښځو د خپلواکۍ په لور یو قدم دی ـ دا ددې خبرې غمازي کوي چې پاکستان کې خپلواکه مېرمنې هم شته ـ دې فلم کې ښځو لپاره د یو روښانه راتلونکي څرکونه لیدل کیږي ـ

د نوموړې په خبره په پاکستان کې هر کال نزدې ۲۰۰ ښځو باندې د تیزابو حملې کیږي او ددې فلم سره به په خلکو کې ددې ظلم او ددې د پایلو په باب شعور پیدا شي او هیله ده چې تر ډېره حده به ددغه ډول حملو مخ نیوې وشي ـ

په پاکستان کې د پارلیمنټ د یو بل له لارې په ښځو د تېزاب اچونې عمل یو جرم ګرځول شوی او د هغې لپاره سزا هم ټاکل شوې ده خو د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ادارې وایي باید د تېزاب اچونې څخه اغیزمنو شویو مېرمنو مالي او نورې مرستې هم وشي.

د عورت فاونډیشن کراچۍ مشره مهناز رحمان وایي، په دغه فلم کې ددې ستونزې حل هم ښودل شوی دی، داسې نیک خلک چې په دې ټولنه کې موجود دي لکه په فلم کې چې د ډاکتر جواد مثال ورکړل شوی دی، هغه له برتانییا راځي او دهغو ښځو چې په مخونو یې تېزاب اچول شوي دي اپریشن او علاج کوي او له هغوي سره عادي ژوند ته په ستنیدو کې مرستې کوي ـ پکار ده چې زموږ ټولنه کې د ډاکتر جواد په څېر نور خلک راشي او ددغه ظلم څخه اغېزمن شویو ښځو سره مرسته وکړي او د هغوي ویجاړې شوې دنیاګۍ له نوې سره ودانې کړي ـ په دې لړ کې حکومت هم بابد ډېر څه وکړي ـ

مهناز رحمان زیاتوي په مېرمنو د تېزاب اچونې په موضوع جوړ شوي فلم سیونک فیس او ددغه فلم ښځینه ډاریکټرې شرمین عبید ته ترلاسه شوي د آسکر په څېر لویې جایزې ددوی مورال هم لوړ کړی دی او هغه هیله لري چې ددې روستو به د پاکستانۍ مېرمنو په ژوند کې بدلون رامنځته شي.
XS
SM
MD
LG