د لاسرسي ځای

تازه خبر

د څلور لادرکه بلوڅانو خوشي کېدل، د بلوڅ ملتپالو دریځ


په کوټه او یو شمېر نورو ښارونو کې بلوڅ کورنۍ د خپلو تري تم خپلوانو د راخوشي کېدو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي
په کوټه او یو شمېر نورو ښارونو کې بلوڅ کورنۍ د خپلو تري تم خپلوانو د راخوشي کېدو لپاره احتجاجي کیمپونه لګولي دي
عبدالحی کاکړ - مشال راډیو

پراګ:- په بلوچستان کې د بشري حقونو فعالين وايې له ډيري مودې وروسته په لومړي ځل څلور لادرکه بلوڅان ژوندي کورونو ته رسيدلي دي.د پاکستان پر جاسوسي ادارو د لسګونو بلوڅانو د لادرکه کولو تور لګيږي خو هغوی دا تورونه ردوي. د بشري حقونو د سازمانو په وينا په تيرو څو کلونو کې د شاوخوا درې سوه لادرکه بلوڅانو مړي ترلاسه شوي دي.

د امريکا په کانګريس کې د بلوچستان په اړه ولسي اوريدنه او بيا د خپلواکه بلوچستان قراداد پاکستان ډيره خفه کړی خو ورسره دا موضوع په پاکستان کې ډير تود بحث هم رامیځ ته کړی. د پاکستان حکومت آن د بلوچستان په اړه د ټولو ګوندونو د کانفرنس د رابللو اعلان وکړی. د داخله چارو وزير رحمان ملک په بهر کې ميشت بلوڅ مشرانو پر ضد د مقدمو د ختمولو وړانديز کړی.

ددې ټولو پرمختګونو سره په څنګ کې په لومړي ځل د څلورو لادرکه بلوڅانو ژوندي کورونو ته رسيدلو پرمختګ هم مخي ته راغلی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د پاکستان د بشري حقونو سازمان چې د لادرکه کسانو په اړه پر حکومت سختي نيوکې کوي دغه تازه پرمختک ستايې.د سازمان د بلوچستان پخوانی مشر ظهور احمد شاهواني مشال ريدیو سره په خبرو کې د خوشي شوو کسانو ته د معاوضې غوښتنه وکړه.

بلوڅ خبريال او څيړونکی شهزاده ذوالفقار ته دا د حکومت په پاليسي کې بدلو ن ښکاري...

خو بلوڅ سیاستوال او پخواني سنيټر ثناء بلوڅ وايې که څه هم د څلورو لادرکه کسانو خلاصيدنه ښه ګام دی خو تر څو د پاکستاني اسټبلیشمېنټ د بلوڅانو په اړه خپل ذهنيت بدل نکړي تر هغو داسي ګامونه عارضي دي.

بلوڅ غږ ( وایس (نومي سازمان له تيرو څو کالو راهيسي د لادرکه کسانو په اړه مبارزه کوي . ددې سازمان مرستيال مشر ماما قدير چې څو ورځي وړاندي يې د خپل لادرکه زوی مړی ترلاسه کړی مشال ريډيو ته وويل چې ددې څلور کسانو خلاصیدنه څه خاص پر مختګ نه دی.

خبريال او څيړونکی شهزاده ذوالفقار هم وايې چې د بلوچستان په اړه به حکومتي ګامونه پر بلوڅو مشرانو او ولس هغه وخت اغيز وکړي کله چې ټول لادرکه بلوڅان په یوه وار را خلاص کړل شي...

د پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې پرله پسې دا دريځ لري چې دوی د بلوڅانو په تېښتونه کې هيڅ لاس نه لري. خو بلوڅان او د بشری حقونو سازمانونه د دوی له دې دعوې سره اتفاق نه کوي.
XS
SM
MD
LG