د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني فلم ډاکومېنټري آسکر جایزه یووړه


پاکستانۍ فلم ډایریکټرې شرمين عبید چینای ته د سیونګ فیس نومي ډاکومېنټري لپاره په امریکا کې د اسکر جایزه ورکول کېږي.
۲۶ فبروي ۲۰۱۲
پاکستانۍ فلم ډایریکټرې شرمين عبید چینای ته د سیونګ فیس نومي ډاکومېنټري لپاره په امریکا کې د اسکر جایزه ورکول کېږي. ۲۶ فبروي ۲۰۱۲

فرخنده وزیر – مشال راډيو

پراګ :- سیونګ فیس ( مخ ساتنه) د پاکستان هغه لومړنی ډاکیومنټري فلم دی، چې ورته اسکر ایوارډ ورکړل شو. دغه فلم د یوې داسې ښځې کیسه بیانوي ، چې خاوند یې په مخ تیزاب پاشلي وې ، او د هغې ټول مخ یې سوځوولی وي.


سیوینګ فیس نومي ډاکیو منټري د پاکستان په هغه ښځو جوړه شوې ده، چې پرې په ټولنه کې د ځینو وجوهاتو له عمله تیزاب وپاشل شي، او ټول مخ یې ورته خراب کړي. د سیونګ فیس ډایریکټرې شرمين عبید چینای ته د تیر اتوار په ورځ د ښه فلم په جوړولو اسکر جایزه ورکړل شوه. او په لومړي ځل د پاکستان یو فلم ډاکومېنټري ته د امریکا د فلمي صنعت تر ټولو غوره جایزه ورکول کېږي.

دا ډاکیومینټري فلم په یوه ریښتونې کیسه جوړ شوی، چې پکې یو پاکستانی نژاد برتانوی ډاکټر په دې هیله خپل وطن ته ځي، چې هلته په تیزاب د سوځول شویو ښځو علاج وکړي.

شرمین عبید د خپل فلم په اړه وایې، کله چې هغې د امریکا په لاس اینجلس کې د سیونګ فیس یو لس سیکنډه حصه د اسکر ایوارډ په یو پروګرام کې ښودله ، نو هغې ولیدل چې خلکو مخونه واړول، او دا ځکه چې د یوې ښځي په مخ د تیزاب شیندلو منظر هر څوک نشي کتلای ، او زیاتوي، ً خلکو د دغه فلم ځینې برخې نشواﺉ کتلاﺉ، ځکه چې په دغه کې ډیرې په بد حال زخمي شوې ښځې ښودل شوې وې. او بیا ځینو خلکو چې دغه ډاکومېنټري یې وکتله نو بهر یې دا ویل، چې دوی هیله مند دي ، چې د دوی علاج به وشي، او نور به په پاکستان کې د داسې یوې متاثره ښځې تصویر ونه وینيً.

شرمین چینای دغه فلم د یو امریکایې فلم جوړونکي ډانیل جونګ سره په ګډه جوړکړی دی، چې د لنډو فلمونو په دې مقابله کې زیات خوښ کړل شو. د تیزاب له وجې د متاثره خلکو د بیا رغونې یوه اداره اسیډ سروایول فاونډیشن وایي ، هر کال په پاکستان کې څه نا څه یو نیم سل داسې کیسونه مخې ته راځي، چې پکې د ښځو مخ او د بدن په نورو حصو تیزاب پاشل شوي وي، خو شمیره یې له دې هم زیاته ښودل کیږي.

په دې فلم کې ډاکټر محمد جواد یو داسې پلاسټک سرجن ښودل شوی، چې له لندن پاکستان ځي ، او هلته د دغه ښځو علاج کوي، او پخپله هم په دې حیرانه دی، چې په پاکستان کې له ښځو سره داسې هم کیږي. ډاکټر جواد وایې،

ً کله چې ماته ددې په اړه مالومه شوه، نو بیا مې فکر کولو چې داسې خبرې نشي پټیدای، او باید دا خلکو ته وښودل شي. او که یو کس په دې اړه څه کولای شي، نو باید چې دغه ښیګړه وکړي، ځکه چې ستا خلک او حکومت د داسې متاثره ښځو لپاره هیڅ نه کوي. او تاسو ګورۍ چې داسې پیښې مخې ته راځي، او حکومت یې په مخ یوي کې ناکامه شوی. داسې اکثره د پیغلو نجونو سره کیږي، او ماته هم دا احساس کیږي ، چې د دوی لپاره څه وکړم. ً

په دې فلم کې د یوې ځوانې مور ذکییې کیسه بیان شوېده، ګارډین ورځپاڼه وایې ، د هغې په مخ تیزاب خپل خاوند شیندلي. چې د نیم مخ نقشونه یې ختم شوی، او نیمه پوزه او یوه سترګه یې پاتې شوه، ده، او خله یې داسې ده، چې نه پرې سمې خبرې کولی شي ، او نه خندا.

شرمین وایې ، ذکییې غوښتل له خپله خاونده بیله شي، ځکه چې هغه یو نشيي وو، او دا به یې تل وهله، او کله چې دا عدالت ته ولاړه، نو یوه ورځ یې ورله په مخ تیزاب وشیندل، او ورته یې ویل ، اوس طلاق غواړې.

په پاکستان کې د داسې جرم سزا څوارلس کاله ده. خو اکثره د تیزابو متاثره ښځې نه غواړي ، په ټولنه کې ښکاره شي، او یا عدالتونو ته ولاړې شي.
XS
SM
MD
LG