د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال آباد ځانمرګی برید: تر ۲۰ ډېر مړه او ژوبل




د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په وژل شوېو کسانو کې شپږ ملکي کسان، یو عسکر او د هوايي ډګر دوه امنیتي ساتونکي شامل دي او په ټپیانو کې لس عام وګړي او دوه عسکر دي.

دغه ځان وژونکې حمله نن سهار شاوخوا شپږ بجې د ننګرهار د هوايي ډګر په دروازه کې وشوه.

وسلوالو طالبانو یې مسولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې برید یې په چوونکو توکیو بار موټر باندې کړی دی.
XS
SM
MD
LG