مشال ریډیو
افغان ولسمشر حامد کرزي يو وار بيا خپل ولس ته په داسې وخت د آرامه کېدو غږ کړې چي په دغه هېواد کې د ناټو په بګرام هوايې مرکز کې د قرآن د نسخو د سوزيدو په عکس العمل کې د پنځو ورځو پورې خونړۍ مظاهرې شوي دي .
نن د اتوار په ورځ يوې خبري غونډې ته د وينا پر وخت ولسمشر حامد کرزي وويل دا وخت دی چې ارامي راشي او دښمانانو ته د حالاتو څخه د ګته پورته کولو موقع ور نه کړل شي ، نومړي زياته کړه هغه به د دې پيښې په لړ کې د امريکا ولسمشر باراک اوبامه سره هم خبرې کوي.
ولسمشر کرزی وایې،ً زه به د امریکا د ولسمشر باراک اوباما سره په دې اړه خبرې کوم چې څنګ د دوی د ځواکونو نه دا کار په جاهلانه او ناپوهۍ سره تر سره شوی دېً.
افغان ولسمشر وينا په داسې محال کړې چې په دغه هېواد کې مظاهرې په غليکېدو ښکاري او دارنګ نن د اتوار په ورځ تر دې دمه د څه قسمه خونړو مظاهرو رپورټ هم نه دې راغلی. پرون د خالي په ورځ لږ تر لږ څلور کسان وژل شوي او شا و خواه پنځوس کسان هغه وخت ژوبل شول، کله چې په قندوز ښار کې زرګونو مظاهره چيانو د ملګرو ملتونو ودانۍ په ګېره کې واخسته.
په افغانستان کې د امريکا په باګرام هوايې مرکز کې د اسلامي نسخو د سوزولو وروسته راپورته شوو مظاهرو کې تر دې دمه شا وخوا ديرش کسان وژل شوي دي.
بلخواه په دغه هیواد کې د نېټو د ځواکونو مشر جنرال جان اېلن له هغه وروسته په کابل کې د افغانستان په وزارتونو کې کارکوونکي د نېټو ټول غړي له دندو وربللي دي چې پرون د نېټو دوه امریکايي پوځي سلاکاران د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دننه ووژل شو.
په دغه هیواد کې د رپورټونو له مخې ياد شوي دوه امريکايي پوځي سلاکاران په مشکوک ډول د افغانستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکې وژلی دې او دارنګ د نوموړي د نيولو لپاره پوليسو لټون شورو کړی دې . بلخواه بي بي سي د ترهه ګرۍ د مخنيوي ادارې د چارواکو له خولي وايي چې دغه امريکايي افسران يو مشکوک پنخه ويشت کلن عبدالسبور وژلي دي.
وسله والو طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.