د لاسرسي ځای

تازه خبر

القاعده ولې بې ګنا خلک وژني.


ژباړه: نجیب امر
سرچینه: ایکسپریس ټریبیون

په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې لیکوال خالد احمد په دې خبره رڼا اچولې چې القاعده ولې د بیګنا کسانو د وژلو پرمهال ځان ګرم نه بولي او ددې لپاره څه جواز لټوي، د نوموړي په اند القاعده د جمهوریت سره ددښمنۍ پر بنسټ دا کار کوي.

خالد احمد په پاکستاني ټیلویژني خبریال حامد میر باندې د لیکل شوي یو کتاب حواله ورکوي چې د محمد ضیالحق په نوم د یو لیکوال له خوا لیکل شوی، خالداحمد لیکي چې ددې کتاب په دوه سوه او پنځوسمه صفحه کې حامد میر د اسامه بن لادن سره د خپلې کړې یوې مرکې حواله ورکوي چې پوښتنه یې ترې کړي وي چې القاعده ولې بیګنا مسلمانان وژني ؟

حامد میر همدارنګه د اسامه بن لادن نه پوښتنه کوي چې هغه څنګه د سپټمبر دیوولسمې نیټې په پېښه کې دبي ګنا امریکایانو وژلو ته زړه رضا کړی و ؟ په ځواب کې ورته ویل کیږي، بش د امریکا ولس مشر دی، دخلکو په ووټونو دې چوکۍ ته رسیدلی ، خلک دهغه دحکومت دچلیدو لپاره ټیکسونه هم ورکوي ، نو ځکه ټول امریکایان د مسلمانانو د وژلو مسوولین دي او ټول باید ووژل شي ، لیکوال خالد احمد وايي اوس حقیقت دادی چې القاعده همدا فارموله دمسلمانانو لپاره هم استعمالوي ، هغه مسلمانان چې د یو جمهوري حکومت دلاندې ژوند کوي.

نوموړی د ( یویشتمې پيړۍ دجنګونو ) دکتاب دلیکونکي ( فلیپ بوبیټ ) حواله ورکوي چې په کتاب کې یې لیکلي، په دوه زره پنځم کال کې په عراق کې د ټول ټاکنو نه وړاندې دالقاعده مشر ابو مصعب الزرقاوي یو ویډیويي پیغام خپور کړو او ورکې یې وویل : مونږ د جمهوریت خلاف واضحه جنګ پیل کړی، مونږ دخدای واک منو ، نه د خلکو د اکثریت.

زرقاوي همدارنګه ګڼي چې جمهوریت د خوښې د نظام نوم دی نو دټولنې هر غړی د حکومت د کړنو مسوول دی نو ځکه که په هغه تشدد یا برید کیږي نو دا ناسمه خبره نه ده. او په عامو خلکو بریدونه په دې موخه نه کیږي چې دوی په خپلو حکومتونو فشار واچوي بلکه دا کار په دې موخه ترسره کیږي چې دوی بخپله د جمهوري نظام غړي دي.

په ایکسپریس ټریبیون کې لیکوال خالد احمد د ایمن الظواهري حواله هم ورکوي چې په دوه زره پنځم کال کې یې د لندن د چاودنو نه پس ویلي وو: ستاسو جمهوري حکومتونه تل جنګونه جوړوي او تاسو چې ددغو حکومتونو ملاتړ کوئ نو نیغ په نیغه یې تاسو مسوول یئ او مونږ به تاسو په نخښه کوو.

لیکوال وړاندې لیکي چې دابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ کې القاعده په عراق کې د شیعه مسلک سره د تعلق لرونکو کسانو وژل پیل کړي وو.
XS
SM
MD
LG