د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د فبرورۍ ۲۵مه)


ژباړه: نجیب عامر، مشال راډیو

واشنګټن پوسټ ورځ پاڼه په دې مقاله کې لیکي تیره میاشت په کابل کې د امریکا سفیر دیو پټ سفارتي دستاویز دلارې واشنګټن ته خبر ولیږلو چې پاکستان کې ددښمن د پټیدو ځایونه ، په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو بریاوې د تاوان سره مخ کوي. راین سي کروکر دا پیغام د استخباراتي ادارې سي آيي ای دلارې لیږلی و او دایې هم ورکې لیکلي وو چې دحقاني خطرناکه شبکه په افغانستان کې د اورپکو خلاف دامریکا دکلونو کلونو هسې د تاوان سره مخ کوي.

واشنګټن پوسټ ددغه پټ پیغام په حواله لیکي چې امریکايي پوځي مشران انګیري چې افغانستان کې د طالبانو خلاف بریدونو او دافغان ځواکونو روزلو مثبته نتیجه ورکړې ده، خو هغوی خبرداری ورکوي چې پاکستان کې مخ په خرابیدونکي حالات او اورپکو ته دا فرصت په لاس ورتلل چې دوی هلته ځانونه پټ کړی شي، په سیمه کې داوس مهال نه زیاتو امریکايي ځواکونو ته اړتیا لري.

واشنګټن پوسټ لیکي تیرکال دامریکا پوځ داسې انګیرله چې پاکستان کې د یاغیانو د فعالیتونو د مخ نیوي لپاره لازم ګام دادی چې افغانستان کې دې افغان پوځ پیاوړی کړی شي، خو اوس داسې ښکاري چې دوی پاکستان کې د میشتو اورپکو ډلو خلاف د نیغ په نیغه عملیات کولو ته ډیره اړتیا ویني.

واشنګټن پوسټ وړاندې لیکي په کابل کې دامریکا سفارت د دې پټ پیغام په اړه د تبصرې کولو نه ډډه وکړه او ویې ویل چې دوی کله هم په داسې موضوعاتو خپل نظر نه ښکاره کوي ، خو د ورځ پاڼې په باور دغه پټ پیغام د واشنګټن زیاته پام لرنه تر لاسه کړې ځکه چې نوموړی سفیر ډیر کم ددې خبرې پلوي معلومیږي چې امریکا دې په یو بل هیواد کې د ځواک استعمال وکړي.

ورځ پاڼه په اخره کې لیکي پاکستان د حقاني شبکې خلاف د کوټلو ګامونو د پورته کولو نه تل ډډه کړې اوداسې ښکاري چې دوی د حقاني شبکه دامریکا هند او افغانستان خلاف په کا ر راولي.

بل پلو لاس اینجلس ټایمز په افغانستان کې د قران د سوځولو د موضوع پر سر راپورته شویو شخړو او ناندریو ته کتنه کړې ده . ورځ پاڼې د امریکايي ځواکونو د یوروزونکي لفټینینټ کرنل جارج رابنسن نظر اخیستی چې لیکي هغه امریکايي ځواکونه چې د لنډې یا اوږدې مودې لپاره افغانستان ته ځي دوی ورته دهغه ځای د مذهب او کولتور په اړه ځانګړې ښونې او لار ښونې کوي.

جارج رابنسن وايي دوی دافغانستان بیلا بیلو سیمو ته موظف شویو سرتیرو ته دهغوی د اړتیاوو سره سم روزنه ورکوي، او دا د یوې سیمې نه بلې ته فرق کوي، لکه کابل ښار ته دلیږل شویو عسکرو روزنه هلمند ته د لیږلو شویو عسکرو د روزنې سره ډیر توپیر لري. دی وايي دوی په دوو ورځو کې عسکرو ته بشپړ ټریننګ ورکوي.

جارج رابنسن لاس اینجلس ټایمز ته ویلي عسکرو ته د پنځو مهمو خبرو د یاد ساتلو وړاندیز کیږي اول دا چې ځايي خلک ددوی موجودیت ته څنګه ګوري ؟ دویمه داچې دځايي خلکو عقیدوي سیسټم څه دی ؟ دهغوی مذهب کولتور او فولکلور ددې برخه ده ، مونږ دهغه هیواد دسیاسي نظام په اړه دهغوی سره غږیږو، مونږ ددغه هیواد داقتصاد او ټولنیز جوړښت په اړه ورته معلومات ورکوو. جارج رابنسن وايي دوی خپلو عسکرو ته د پښتو او پښتون ولۍ په اړه هم معلومات ورکوي .

جارج رابنسن ورځ پاڼې ته ویلي ددې باوجود چې امریکايي عسکر مسلمانان نه دي خو ورته ښودل شوي چې داد مسلمانانو کتاب دی او دوی یې باید په ښي لاس ونیسي او پر مزمه دې نه ږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG