د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قاچاق کې مرګ او په قانون کې ګڼې ستونزې


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د بلوچستان په سرښار کوټه کي د ایران قونسل ګرۍ ته هره ورځ په سلګونو کسان ددې لپاره په قطارو کي ولاړ وي، چې د ایران ویزا واخلي او په قانوني توګه یاد هیواد ته د مزدورۍ لپاره لاړشي.

په دې انتظار کوونکو کي ځيني کسان داسي هم وو چي په قاچاق ړومبۍ ایران ته تللي وو. خو د دوي په خبره هلته هم له ګڼو ستونځو سره مخ وو. د شاه ولي په نامه يو ځوان چي په قطار کې ولاړ وو، له مشال سره داسي خبري وکړې.

(( نوم مي شاه ولي دی. تعلق مي له پښين سیمې سره دی. هڅه کوم چي ایران ته لاړ شم. له هغه ځايه خوراکي توکي او نور شیان راوړم. دلته يې خرڅوم. مشکلات خو بېخي ډېر لرو. هم دلته له ستونځو سره مخ يو او هم هلته چي ورسېږو له سختو ستونځو سره مخ يو.))

سره له دې چي په دې قطار کي ډېری هغه ځوانان وو چي تر دې له مخه هم ایران ته تللي وو، خو يو اتلس کلن ځوان چې عبدالوارث نومېده، وايي لومړی وار يې دی چې ایران ته ځي.

خو هلته د کار يې هم تر اوسه هیڅ درک نشته. چي څه به کوي او څه به خوري. یاد ځوان له مشال سره په خبرو کي زیاته کړه:

((اراده مي کړې ده چي ایران ته لاړ شم او هلته يو کار وکړم. تراوسه خو راته هیڅ پته نشته چي هلته به څه کار وکړم. ګوره که مو په قسمت کي څه وو نه کار به وشي.))

ها خوا ته د زیارت سیمې اوسېدونکی عبدالعزیز بیا وايي له خپلې سیمي څخه د ویزې اخیستو لپاره کوټې ته راشي، خو دده په خبره دلته يې بیا شپې ورځي به مساپر خانو خوشې تېرېږي. عبدالعزیز چي په لاس کې يې دپاکستان زرغون پاسپورټ وو، خپل مشکلات داسي راسره شریک کړه.

((په قانوني لاره چي ایران ته ځو نو اول خو دلته چي ویزا اخلو له سختو ستونځو سره مخ کېږو. او بیا چي هلته لاړ شو نو هم هیڅ څوک راسره ښه چلند نه کوي.))

له دې سره چي یاد تن وايي په قانوني لاره تګ هم له ګڼو ستونځو سره مخ وي. خو يوه بل تن خدای میر بیا مشال راډيو ته وویل څو واره په قاچاق ایران ته تللی چي د ده په خبره ډیری ملګري يې په قاچاقي لارو کي مړه شوي هم دي. خدای میر وویل:

((زه څو واره له مخه په قاچاق ایران ته تللی یم. کله به مو له کوټي تر ایرانه پنځلس شپې په لاره وشوې. کله به لس وشوې او کله بیا داسي وو چي په پنځه ورځو کي به ورسېدل. په دې قاچاقي لارو کي بیا سخت مشکلات دي. زموږ ډېری ملګري په لاره را مړه شول. ډېری نور به بیا له تندي بې هوشه شول.))

په داسي حال کي چې د روزګار په موخه ایران ته تلونکي کسان وايي، هم په قانوني لاره او هم په غیر قانوني لاره له سختو مشکلاتو سره مخ دي. نو هلته د ایراني قونسلګرۍ يوه چارواکي د ږغ او نوم نه ثبتولو په شرط وویل. دوي تر خپله وسه هڅه کوي چي ددې سیمې کسانو ته بې له څه ځنډه ویزې ورکړي. خو دده په خبره د ډیری خلکو ایران ته تګ د دې لامل دی، چي په دواړو لارو له مشکلاتو سره مخ کېږي.

د یادولو وړ ده چي که يوې خواته د بلوچستان په شمول له ډیری نورو سیمو څخه وګړي د ښه روزګار لپاره ایران ته په قانوني لارو ځي، نو بل پلو دهمدې هیواد له لاري بیا ډیری وګړي په غیر قانوني توګه اروپايي هیوادو ته هم اوړي. چي د اکثرو ژوند له سخت خطر مخامخ کېږي.
XS
SM
MD
LG