د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې بهیر: کرزي د ګیلاني د څرګندونو هر کلی کړی


ورځې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزیر اعظم یوسف رضا ګیللاني سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې وې.
ورځې مخکې افغان ولسمشر حامد کرزی پاکستان ته تللی وو او هلته یې له وزیر اعظم یوسف رضا ګیللاني سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې وې.
حسیبه شهید، مشال راډیو

پراګ - افغان ولسمشر حامد کرزي د پاکستاني وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د هغو څرګندونو هرکلی کړی دی چې له طالبانو یې غوښتي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.

د جمعې په ورځ، د پاکستان وزیر اعظم، د ړومبي ځل لپاره پر افغان طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې، نېغ په نېغه، د سولې خبرو ته کېني.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي په دې اړه مشال راډیو ته وویل: ((موږ په تمامه مانا د دې اعلامیې هر کلی کوو. او دا کار، د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې لپاره یو ډېر مثبت ګام دی چې د پاکستان لخوا پورته کېږي.))

فیضي وویل، په دې وروستیو کې افغان ولسمشر حامد کرزي د کابل سفر کړی وو او هلته یې ډېرې هلې ځلې کړې وې.

نوموړی وايي، کرزي په پاکستان کې د هغه ځای له چارواکو سره د سولې د بهیر په اړه خبرې کړې دي او هڅه یې کړې چې د هغوی حمایت تر لاسه کړي.

فیضي زیاته کړه، اوس هیله من دی چې دا ټولې هڅې عملي شي او سوله راوستل شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان و افغانستان او د پاکستان و امریکا اړیکي ترینګل پاتې شوي دي.

موده مخکې امریکا منلې وه چې په قطر کې له طالبانو سره خبرې کوي.

طالبان وايي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. او افغانستان په بیا بیا ویلي چې پاکستان دې د طالبانو مشر ملا عمر د سولې د خبرو مېز ته راکش کړي.

پاکستاني چارواکي بیا وایي، دوی نه دي خبر چې ملا عمر چېرې دی او نه هم پر هغه اثر و نفوذ لري.
XS
SM
MD
LG