د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او پاکستان اړیکو ښه کېدو ولې ځنډ ونیاو


دامریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره
دامریکا ولسمشر بارک اوباما له خپل پاکستاني سیال آصف علي زرداري سره
عبدالحی کاکړ- مشال راډيو

پراګ:- امريکا پر پاکستان يو ځل بيا زورورکړی چې د پارليماني کميټۍ هغه پایلې دې مخي ته راوړي چې په کې د دواړو هيوادونو اړيکو ته له سره د کتو وړانديزونه شوي دي.

پاکستان تيرکال د نومبر په مياشت کې د نيټو په بمبار کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو د وژني وروسته دا کميټه جوړه کړې وه خو لاتراوسه يې سپارښتونه مخي ته نه دي راغلي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندي وکټوريا نولينډ په دې دليل د پاکستان د پارليماني کميتي د سپارښتونو د مخي ته راتلو په خبره زور ورکړی چې ددې په رڼا کې د دواړو هيوادونو د اړيکو په اړه نوي حدونو و ټاکل شي.

نوموړې د سه شنبې په ورځ له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د يوې پوښتني په ځواب کې وويل دواړه هيوادونه په دې پوهيږي چې تر ژمنو کولو وړاندي دي د پارليماني کميتي سپارښتونو ته انتظار وشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط مشال ريډيو ته وويل چې تيار کړل شوي سپارښتونه به د پارليمان ګډي غونډي ته وړاندي کېږي..

)) اوس خو انتظار کوو چې د پارليمان ګډه غونډه وشي او چې کله یو پاليسي جوړه شي بیا نو یو څه ويل کېدای شي.))

د سينټ د ددې پارليماني کميټي مشري رضا رباني کوي. د کميټۍ يو غړي پروفيسر خورشيد احمد چې اوس يې له غړيتوب استعفی ورکړې مشال ريډيو ته وویل دوی د جنوری په څوارلسمه نيټه د پاکستان او امريکا تر مينځ اړيکو ته د بيا کتني رپورټ له حکومت سره جمع کړی دی.....

)) د کميتۍ رپورټ بهر نه دی په ډاګه شوی نو په هغه کې څه څه دي د هغه په اړه زه څه نشم ويلی. دا چې کله پارليمان ته وړاندي شي نوټول تفصيل به پې مخي ته راشي. موږ د جنوري په څوارلسمه له حکومت سره رپورټ جمع کړی دی.))

پوښتنه دا ده چې تر يوې مياشتي زيات وخت تير شوی نو د پاکستان حکومت ولي د رپورټ په ډاګه کولو يا بيا يې په پارليمان کې په وړاندي کولو کې له ځنډه کار اخلي. ددغه ځنډ وجه څه ده د پاکستان پخوانی جنرال او د دفاعي چارو کارپوه ميجر جنرل طلعت مسعود یې داسې ارزوي .

)) ځنډ ځکه کېږي چې يو خو شلم آئيني ترميم وو، اوس په دویم مارچ د سينټ انتخابات کېږي نو زما نه دی خيال چې د پارليمان ګډه غونډه کېدای شي. له دې وروسته کیدای شي دا خبره مخي ته راشي او پر مخ يوړل شي. اوس دوی واک پارليمان ته ورکړی دی خو هسې په عامه توګه دا کار د کابينې وي چې پاليسي جوړه کړي او پارليمان ترې خبر کړي خو په دې کې دوی ذمه واري پارليمان ته ورکړې ده چې اتفاق رايې وشي او يوه ګډه پاليسي جوړه شي.))

خو د پارليماني کميټي سپارښتونه د پارليمان ګډي غونډي ته په وړاندي کولو کې د ځنډ په اړه ځيني کارپوهان فکر کوي چې پوځ د پړدې شاته له امريکا سره د اړيکو د رغولو هڅي کوي. د دوی په وينا که چرته د پړدې شاته مسئله حل نشي نو ممکنه ده پوځ بيا د پارليماني کميتۍ په سپارښتونو تکېه وکړي . ميجر جنرل طلعت مسعود وايې د پوځ هم ډيري ګټي تړلی دي.

)) په دې کې خو هيڅ شک نشته چې د پوځ ډيرې ګټي تړلي دي سربيره پر دې چې دوی غواړي پارليمان دې خپل سپارښتونه تيار کړي، ددې تر څنګ دا سوچ هم کوي چې که د پارليمان حمايت ورته ترلاسه وي نو دا به د پوځ او پارليمان په دريځ کې همغږي وي، يو خو په په کور کې دننه اختلاف نه وي بل به په امريکا هم فشار راشي.))

امريکا ويلي نن په لندن کې د صوما ليه په اړه د کانفرنس په څنګ د دې هيواد د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلنټن له خپلي پاکستان سيالې حنا رباني کر سره ويني، ځيني کارپوهان د اړيکو په رغيدو کې له دې ليده کاته څخه هم تمه لري.


XS
SM
MD
LG