د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د خبرو ملاتړکوو.فاطمه رباني


د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر او د پخواني ولسشمر برهان الدين رباني لور فاطمه رباني
د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر او د پخواني ولسشمر برهان الدين رباني لور فاطمه رباني
له فاطمه رباني سره د بشير ګواښ مرکه
--------------------------------
د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر او د پخواني ولسشمر برهان الدين رباني لور فاطمه رباني وايي، چې د پلار د وژنې شاته يې سياسي لاسونه دي او د هغې کورنۍ د طالبانو سره د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي. په عرب اماراتو کې اوسيدونکې، فاطمه رباني د برهان الدين رباني د لسو اولادونو څخه يوه ده. له نوموړې سره د مشال همکار بشير ګواښ مرکه کړي او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په دې وروستيوو کې د پاکستان له خوا د هغې د پلار د وژنې په تور د دوو کسانو د نيونې پرمختګ څنګه ګڼي؟

فاطمه رباني: موږ ته معلومه ده چې پاکستان زما د پلار د وژنې په تړاو دوه کسان نيولي دی خو دا زموږ دا پوښتنې نه ځوابوي چې پر هغه بريد چا پلان کړی وو، چا ورته مالي لارې چارې برابرې کړي وي او د افغانستان دننه له دوی سره د مرسته کوونکو په شمول پکې کوم اړخونه ښکيل وو؟ که څه هم زموږ کورنۍ په دې پوهيږي چې دا قسمه څيړنې ډير وخت اخلي خو موږ له پاکستان او افغان حکومت څخه غواړو چې په دې برخه کې لا فعاله واوسي.

پوښتنه: آيا د افغانستان دننه هم داسې څوک شته چې د برهان الدين رباني په وژلو کې يې لاس درلود؟


فاطمه رباني: زما په خيال زما پر پلار د شوي بريد په شان حمله له داخلې مرستې بغير ناشونی کار وو. اوس تحقيقات روان دي نو زه نه غواړم چې پر يو چا ګوته کيږدم خو دا يو ډيرمنظم پلان شوی بريد وو. بم د ځانمرګي بريدګر په پګړۍ کې په ډيره ښه طريقه ايښودل شوی وو. په پوره يقين وايم چې دا د يو داسې کس کار نه وو چې له غره دې راښکته شوی وی يا دې بې تعليمه او ناپوهه وي. زما د پلار مرګ هيچا ته ګټه نه رسوله. هغه د يو مذهبي مشر په توګه ياديده او طالبانو يې هم په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي. نو موږ په دې نه پوهيږو چې زما د پلار د وژنې تر شا څه لاملونه کيدای شي. هيله ده چې د وخت په تيريدو سره يې ومومو.


پوښتنه: مطلب مو څه دی؟ د رباني په وژنه کې د طالبانو لاس ردوئ که څنګه؟


فاطمه رباني: نه! موږ په دې وژنه کې د هيچا لاس لرل نه ردوو. زما په خيال هر څه امکان لري. دا د طالبانو خبره ده چې د هغه وژل يې رد کړي دي. موږ نه دا وايو چې طالبانو زما پلار وژلی او نه هم دا چې نه يې دی وژلی. موږ سره تر اوسه ډير کم معلومات دي. دومره پوهيږو چې ځانمرګی بريدکوونکی له پاکستانه راغلی يو پاکستانی وو. نو دا به سمه خبره نه وي چې په دې مرحله کې دې پر يوې ډلې زما د پلار د وژلو په تور ګوته کيښودل شي.


پوښتنه: تاسي د طالبانو سره، د يو داسې چا سره چې ستاسي پلار ورسره په کلونو کلونو جنګ کړی، د خبرو اترو ملاتړ کوئ؟


فاطمه رباني: د سولې خبرو ته زه په همغه نظر ګورم لکه څرنګه چې زما پلار ورته کتل. زما پلار به ويل چې افغانان له تعليم او سولې بغير له غریبۍ، جهالته او بې کورۍ نه شي ژغورل کيدلی. موږ امن غواړو خو دلته بايد طالبان دې ته تيار وي چې سوله وغواړي. د طالبانو په وخت کې خلک د ناوړه حالاتو سره مخامخ وو خو اوس بايد طالبان نننی افغانستان ومني. افغانستان بدل شوی او لا به هم بدليږی. نو د سولې خبرې د طالبانو پر پريکړو ولاړې دي چې آيا دوی امن غواړي او کنه. سمه ده په افغانستان کې ځينې ډلې شته چې د طالبانو سره د خبرو خلاف دي او مهمه خبره هم دا ده چې دا ډلې ټولې د دې خبرو په اړه سره کښينول شي او يوازې پرينښودل شي. موږ ټول يو خوشاله افغانستان غواړو او که امن راشي نو د ښځو حقوق به هم ورسره خوندي شي.


پوښتنه: پر جهادي مشرانو لکه ستاسي پلار برهان الدين رباني چې وو، ډير خلک نيوکه کوي چې دوی خپل بچي بهر ليږي او هلته پرې تعليمونه کوي خو له غریبو افغانانو يې د خپلو ډلو د قوي کولو کار اخیستی. تاسي يې څنګه ځوابوئ او سیاست مو د راتګ اراده شته کنه؟


فاطمه رباني: تر کومه چې زما خبره ده نو درته وبه وايم چې زه د کوم سياسي رول د لوبولو په لټه کې نه يم خو دا غواړم چې افغانستان ته لاړه شم. زما د پلار دا خوښه وه چې زه او زما نور وروڼه خويندې دې د بشري مرستو په ترڅ کې د افغانانو سره کار وکړو. نو زه همدا کول غواړم. زه له افغانستانه بهر لويه شوې يم او زده کړې مې هم بهر کړي دي خو هيواد ته د ستنيدو اراده لرم.

تر کومه چې زما د پلار خبره ده نو زه پر دې خبره يم چې زما د پلار په شخصي او سياسي ژوند دواړو نيوکې شوي خو خلک دا هيروي چې د مجاهديونو ټولو مشرانو سره دا لار وه چې له افغانستانه بهر ووځي او په بل هيواد کې ژوند وکړي خو دوی د دغه کار پر ځای په خپل هيواد کې دننه پاتې شول او په سختو حالاتو کې يې د خپلو خلکو او خاورې لپاره جګړه وکړه.
XS
SM
MD
LG